ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د خرما باغ حاصلات په دوديزه بڼه پلورل کېږي

په ننګرهار کې د خرما باغ حاصلات په دوديزه بڼه پلورل کېږي

author avatar
6 Sep 2020 - 16:35
په ننګرهار کې د خرما باغ حاصلات په دوديزه بڼه پلورل کېږي
author avatar
6 Sep 2020 - 16:35

جلال اباد (پژواک، ۱۶ وږی ۹۹): د ننګرهار د کانال ادارې چارواکي وايي چې لا هم د امکاناتو او پروسس د فني وسايلو نشتوالي له امله د خرما باغ حاصلات په دوديز شکل پلورل کېږي.

د چارواکو په خبره، د خرما باغ سږکال شاوخوا شپږ ټنه حاصل ورکړی او په يو قراردادي باندې يې په ۵۱۰ زره افغانيو پلورلي او نن يې په عام بازار کې پلور پيل شو.

دغه باغ يوه لسيزه وړاندې د متحده عرب اماراتو په مرسته د ۲۷۰۰ ونو په ايښودلو، څلوېښت جريبه ځمکه کې جوړ شو او ټاکل شوې وه، چې په څلورو کلونو کې حاصل ورکړي.

که څه هم دغه باغ له خپل ټاکلي وخت وروسته حاصل ورکړ، خو په تېرو درېيو کلونو کې د دغه باغ حاصلات مخ په زياتېدو دي او ۵۱۰ زره افغانۍ عايد به لاسته ترې ورشي.

مسوولين يې وايي، سږکال دغه باغ نږدې ۶ ټنه حاصل ورکړی چې د کانال ادارې ته به ترې ۵۱۰ زره افغانۍ عايد لاسته ورشي.

د ننګرهار کانال ادارې رييس انجنيرعبدالقهار حيدري وايي، د امکاناتو او فني وسايلو نشتون د دې سبب شوی چې له دغه باغ څخه حاصلات په دوديزه بڼه راټول او په دوديز ډول (قراردادي توګه) وپلوري.

خو نوموړي پژواک اژانس ته وويل، پلان کې شته چې د خرما د حاصلاتو ډېروالي لپاره د کار کولو تر څنګ د پروسس ماشين الات هم راوړي چې خرما په ښه توګه راټوله، پروسس او بازار ته وړاندې کړي.

دی وايي، سږکال لومړی ځل دی چې د ننګرهار د خرما باغ، خرما په ازاده داوطلبۍ کې خرڅلاو ته وړاندې شوې او په قرارداد ورکړل شوې.

ارسلاخان چې د دغه باغ خرما يې په ۵۱۰زره افغانيو اخيستې وايي، ښايي دا پيسې هم راټولېدونکي حاصلات پوره نه کړي، خو د وطن د مينې په خاطر يې اخيستې چې دلته د خرما د باغونو کرلو او کاروبار لېوالتيا زياته شي.

نوموړي زياته کړه: ((ټولې به همدلته خرڅېږي، له افغانستان يې بېرون ته نه انتقالوو، زه ټولو ته ډاډ ورکوم که همدومره بل باغ هم جوړ شي او دواړه په حاصل راشي؛ نو زه ډاډ ورکوم چې ټول ننګرهار ته د کال لپاره د دغو باغونو حاصلات بسنه کوي او له نورو هېوادونو څخه د خرما د راوړلو مخه به ونيول شي.))

د ننګرهار کانال پنځه لسيزې وړاندې جوړ شوی، چې د خرما د دغه باغ ترڅنګ په زرګونه جريبه د زيتونو او ستروسو باغونه هم لري او هر کال ترې ښه حاصلات راټولېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.