ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په ولسواليو کې له ښځو سره د تاوتريخوالي مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي پروګرم پیل شوی

د ننګرهار په ولسواليو کې له ښځو سره د تاوتريخوالي مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي پروګرم پیل شوی

author avatar
7 Sep 2020 - 17:39
د ننګرهار په ولسواليو کې له ښځو سره د تاوتريخوالي مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي پروګرم پیل شوی
author avatar
7 Sep 2020 - 17:39

جلال اباد (پژواک، ۱۷ وږی ۹۹): د ننګرهار د ښځو چارو رياست وايي، د ولسواليو په کچه يې په لومړي ځل د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پيل کړی او تر اوسه په ۱۳ ولسواليو کې دغه کمپاین ترسره شوی دی.

دوی وايي، پخوا نيوکه کېده چې تاوتريخوالی د ښار په پرتله په ولسواليو کې ډېر دی او هلته عامه پوهاوی نه ترسره کېږي، نو ځکه يې په ۱۳۹۹ کال کې دغه پروګرام پيل کړ.

مسوولين وايي، که څه هم د کرونا ويروس له امله يې پروګرامونه ټکني شوي خو بيا هم له کرونا وروسته توانېدلي چې په ۱۳ ولسواليو کې خلکو ته د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي زيانونه بيان کړي.

د ننګرهار د ښځو چارو رييس فتانې عزيز ځاځۍ د وږي په ۱۷مه پژواک اژانس ته وويل، دوه مياشتې وړاندې يې د ولسواليو په کچه په لومړي ځل د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي لړۍ پيل کړې ده.

دې زياته کړه چې پخوا په ولسواليو کې ناامني وه؛ نو ځکه دوی هلته نه شو تلای او ټول د عامه پوهاوي ټول پروګرامونه په ښار کې ترسره کېدل چې ډېری وخت پر دوی د خلکو نيوکې هم وې.

خو د ښځو چارو رييسې په وينا، دغو شکايتونو ته په پام سره يې په ۱۳۹۹ کال کې ټولو ولسواليو ته د عامه پوهاوي د ورکشاپونو غځولو پلان جوړ کړ او دا دی په تېرو دوو مياشتو کې یې ۱۳ ولسواليو کې پلی کړی دی.

هغه دا هم وويل چې په هرې ولسوالۍ کې يو ورځنی کمپاين ترسره شوی چې هر يوه کې پنځوس مېرمنو او پنځوس نارينه وو ګډون کړی دی.

د مېرمن فتانې د معلوماتو له مخې، په پلان کې ده چې د ننګرهار په پاتې ولسواليو کې هم د عامه پوهاوي دغه ورکشاپونه جوړ او خلکو ته د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي زيانونو بيان کړي.

هغې زياته کړه، که څه هم په کرونايي ورځو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی خو په ټوله کې د پخوا په پرتله د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی کم دی.

د ښځو چارو رييسې وويل، د ولسواليو په کچه چې دوی عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي دا ورته جوته شوې چې د ښځو پر وړاندې تر ټولو لوی تاوتريخوالی په کم عمرو مېرمنو او نجونو کېږي چې په بدو کې ورکړه، د بدل نکاح او نورې ستونزې يې د يادولو وړ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.