کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٩) : د سعودي پاچا ملک سلمان د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په ډاګه کړې چې د فلسطين تر بشپړې خپلواکۍ پورې به له اسراييلو سره اړيکې جوړې نه کړي.
د سعودي ددولتي اژانس (واس) د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي پاچا ملک سلمان سره تېره شپه ټيلېفوني خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې په دې اړيکه کې د کرونا پر ضد مبارزې، د منځني ختيځ پر سياسي او امنيتي حالاتو او په ځانګړې توګه د فلسطين په اړه يې خبرې کړې دي.
دا اړيکې وروسته له هغه نيول شوي چې د سعودي ملګري هېواد متحده عربي اماراتو له اسراييلو سره اړيکې نورمال کړې او سفارت يې فعاله کړ.
د سعودي پاچا په دې اړيکه کې ولسمشر ټرمپ ته په ډاګه کړې چې د سعودي او اسراييلو اړيکې به تر هغه نورمال نه شي، څو پورې چې د فلسطين خپلواکي نه وي اعلان شوې.
ملک سلمان زياته کړې چې دوى غواړي د فلسطين شخړه په سوله ييزه توګه د عرب ليګ د سولې له پلان سره سم هواره شي.
هغه دغه راز ټرمپ ته ويلي چې سعودي په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره د امريکا د ټولو هڅو ملاتړ کوي.
د امريکا ولسمشر ټرمپ د سعودي له پاچا مننه کړې چې د اسراييلو الوتکو ته يې په خپلې فضا کې د تېرېدو اجازه ورکړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن