ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٩٦ کسان پر کرونا اخته او درې مړه شوي

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٩٦ کسان پر کرونا اخته او درې مړه شوي

author avatar
7 Sep 2020 - 14:45
تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٩٦ کسان پر کرونا اخته او درې مړه شوي
author avatar
7 Sep 2020 - 14:45

کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٩٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۴۹۴ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د وږي په ١٧ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٧٨ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٩٦ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۴۹۴ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٥٦ په بلخ، اته په کابل، اووه په هرات، اووه په دايکنډي، پنځه په غور، څلور په غزني، دوه-دوه په کندهار، ننګرهار، بغلان او هلمند او يوه هم په نيمروز ولايت کې دى.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٠ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۰۵۵۷ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې درې کسان د کرونا له امله مړ شوي چې له دې سره د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ١٤١٥ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي و چې د يوې سروې له مخې په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

دوى زياته کړې وه، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.