پل علم (پژواک، ۱۷ وږی ٩٩): د لوګر چارواکي وايي چې د ١١ ميليونو افغانيو په لګښت د دغه ولايت په ازرې ولسوالۍ کې د يوې ديني مدرسې د جوړېدو چارې پيل شوې.
په دې اړه د لوګر د پوهنې سرپرست ريیس نثار احمد سعيدي د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ازرې ولسوالۍ کې د عزیز المدارس په نوم یوې دیني مدرسې ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
هغه وايي چې یاده مدرسه د افغان حکومت د ملي بوديجې له لارې جوړېږي چې شاوخوا ۱۱میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ شپږ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، میز او څوکۍ، د اوبو څاه،د احاطې دېوال او پنځه غرفي تشنابونه به ولري چې د جوړېدو چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
سعیدي وایي چې د یادې مدرسې په جوړېدو سره به ۳۰۰ نجونو او هلکانو ته د دیني زده کړو زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړه چې په راتلونکې کې به د یو شمېر نورو دیني مدرسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو لپاره د ودانۍ جوړېدو کارونه هم پیل کړي.
د يادونې ده چې په لوګر کې دا مهال ۲۹ دیني مدرسې، دارالحفاظونه او دارالعلومونه فعالیت لري چې د ٨٥٠ نجونو په ګډون ٣٤٠٠ کسان په کې زده کړې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په ازرې ولسوالۍ کې د حضرت یحیٰی او عزیزالله په نومونو د دوو نورو دیني مدرسو ودانۍ هم تر کار لاندې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن