ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي: د فلسطين تر بشپړې خپلواکۍ پورې له اسرائيلو سره اړيکې نه جوړوو

سعودي: د فلسطين تر بشپړې خپلواکۍ پورې له اسرائيلو سره اړيکې نه جوړوو

author avatar
7 Sep 2020 - 16:31
سعودي: د فلسطين تر بشپړې خپلواکۍ پورې له اسرائيلو سره اړيکې نه جوړوو
author avatar
7 Sep 2020 - 16:31

کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٩) : د سعودي پاچا ملک سلمان د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په ډاګه کړې چې د فلسطين تر بشپړې خپلواکۍ پورې به له اسراييلو سره اړيکې جوړې نه کړي.

د سعودي ددولتي اژانس (واس) د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي پاچا ملک سلمان سره تېره شپه ټيلېفوني خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې په دې اړيکه کې د کرونا پر ضد مبارزې، د منځني ختيځ پر سياسي او امنيتي حالاتو او په ځانګړې توګه د فلسطين په اړه يې خبرې کړې دي.

دا اړيکې وروسته له هغه نيول شوي چې د سعودي ملګري هېواد متحده عربي اماراتو له اسراييلو سره اړيکې نورمال کړې او سفارت يې فعاله کړ.

د سعودي پاچا په دې اړيکه کې ولسمشر ټرمپ ته په ډاګه کړې چې د سعودي او اسراييلو اړيکې به تر هغه نورمال نه شي، څو پورې چې د فلسطين خپلواکي نه وي اعلان شوې.

ملک سلمان زياته کړې چې دوى غواړي د فلسطين شخړه په سوله ييزه توګه د عرب ليګ د سولې له پلان سره سم هواره شي.

هغه دغه راز ټرمپ ته ويلي چې سعودي په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره د امريکا د ټولو هڅو ملاتړ کوي.

د امريکا ولسمشر  ټرمپ د سعودي له پاچا مننه کړې چې د اسراييلو الوتکو ته يې په خپلې فضا کې د تېرېدو اجازه ورکړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.