ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې يو لوى پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

غزني کې يو لوى پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

author avatar
7 Sep 2020 - 16:38
غزني کې يو لوى پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
author avatar
7 Sep 2020 - 16:38

غزني ښار (پژواک، ١٧ وږى ٩٩): د غزني په مرکز کې د څه باندې ١٨ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شوى پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د اړوندې موضوع په اړه جوړو شويو مراسمو ته د غزني والي وحيدالله کليمزي وويل چې د غزني ښار اړوند څلورم پلان سيمه کې د امام ابو حنيفه جوړ شوى پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د هغه په وينا، پر دغه پله ۱۸ ميلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی چې د ښاروالۍ ریاست له پراختیايي بودیجې څخه ورکړل شوى دى.

د هغه په خبره، دغه پل د ښار اړوند درېیم او څلورم پلان سيمې د اسلامي ثقافت له سړک سره نښلوي چې ۵۷ متره اوږدوالی او ۱۲ متره عرض لري.

ده وويل: ((دغه پول به د خلکو په تګ راتګ کې اسانتياوې رامنځته کړي او هم به د ترافيکي ګڼې ګوڼې مخه پرې ونيول شي.))

دغه راز د غزني ښاروال انجنير مختار احمد ملکيار وويل چي دغه پول د ولس په غوښتنه جوړ شوى دى.

ده وويل چې دا مهال د ښاروالۍ له لوري په غزني کې پر يو شمېر نورو مهمو پروژو هم کار روان دى چې ډېر ژر به بشپړ شي.

بل لورته د غزني اوسېدونکو هم ددغه پله پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د ياد پله له جوړېدو سره سم به په ښار کې تر ډېره د ګڼې ګوڼې کچه راټېټه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.