کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٩) : د کابل ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د اوبو د ١١ چک ډېمونو د جوړولو تړونونه لاسليک شول.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې له خوا د وږي په ١٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تړونه د يو شمېر شرکتونو له مسوولينو سره لاسليک شول.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، دغه پروژې د اوبو د مديريت او د سیلابونو د کنټرول په موخه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې له خوا د کابل ولايت په شکردره، موسهي، ګلدره، پغمان او سروبي ولسوالیو کې پلې کيږي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي ريیس انجنير خان محمد تکل د اوبو مديريت د ارزښت يادونې تر څنګ د اقلیم بدلون ته په کتو د اوبو د سرچینو د مديريت او د سیلابونو د کنټرول په برخه کې د چک ډېم پروژو جوړول مهم او اړین ياد کړل.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د غوره کړنو یادولو تر څنګ د اوبو د مدیريت او کنټرول په برخه کې د دغو پروژو پلي کول يو اغېزمن ګام وباله او د امنیت په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازو، زړګي حبیبي او مریم سما له قراردادي شرکتونو څخه وغوښتل چې پروژې با کیفیته او په ټاکلي وخت پلې کړي.
د يادونې ده چې د دغو پروژو د اوبو لګولو ټوله سیمه ٢ زره جریبه ده چې له پلي کولو سره به نږدې څلور زره کسان ترې ګټه پورته کوي.
د اوبو د تنظيم اداره وايي چې د چک ډېم پروژو د پلي کولو لپاره ټول ٨٥٠ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي چې د هغو له جملې څخه ٢٠٠ ميلیونه یې کابل ولايت ته اختصاص شوې دي.
سرچينې زياته کړې چې يادو لاسليک شويو پروژو باندې ٢٢ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن