ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او هند ترمنځ په محدود ډول الوتنې پيل شوې

د افغانستان او هند ترمنځ په محدود ډول الوتنې پيل شوې

author avatar
9 Sep 2020 - 12:02
د افغانستان او هند ترمنځ په محدود ډول الوتنې پيل شوې
author avatar
9 Sep 2020 - 12:02

کابل (پژواک، ١٩ وږى ٩٩): د افغانستان او هند ترمنځ د ترسره شوې هوکړې له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ الوتنې بېرته په محدود ډول پيل شوې دي.

د ملکي هوايي چلند ادارې له خوا د وږي په ١٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، سره له دې چې په هند کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر زیات دی خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترسره شوې هوکړې له مخې به د محدودیتونو په پام کې نیولو سره بېرته خپل پروازونه پيل کړي.

سرچينې زياته کړې، د دغه تړون له مخې له هر هېواد څخه يو هوايي شرکت کولای شي په اوونۍ کې يو ځل د دواړو هېوادونو هغه مسافر چې د اعتبار تر مودې ويزې ولري، انتقال کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د اريانا افغان هوایي شرکت چې د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې له خوا ملي شرکت معرفي شوی، ډېر ژر به د رامنځته شوې برنامې له مخې، د هند او کابل ترمنځ خپلې الوتنې پیل کړي.

د ملکي هوايي چلند اداره وايي، که چېرې هندي چارواکي موافقه وکړي نو دويم شرکت به هم د ازادې سیالۍ له لارې معرفي شي او په الوتنو کې به زیاتوالی هم راشي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره د دې موافقې د نهایي کولو لپاره په ډيلي کې د افغانستان سفارت او بهرنیو چارو وزارت له هڅو مننه کوي چې په دې برخه کې یې همکاري کړې ده.

سرچينې ويلي، د رامنځته شوي نوښت او الوتنو د پیل ترڅنک به هېوادوال وکولای شي چې د خپلو روغتيايي، سوداګريزو او نورو عاجلو او رسمي اړتياوو ترسره کولو په موخه خپل سفرونه وکړي او ستونزې يې حل شي.

بلخوا په هندوستان کې د افغانستان سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى د دوامداره هڅو په پایله کې د هند او افغانستان ترمنځ الوتنې پيل شوې دي.

سرچينې زياته کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د «اِير بَبل» په نوم دوه اړخيز هوکړه ليک د موادو پر بنسټ، د وضعیت تر ښه کېدو يواځې مخصوص کسان کولی شي چې هند ته سفر وکړي.

سفارت ويلي، هغه اشخاص چې د درملنې په موخه غواړي هند ته سفر وکړي او له ناروغ سره مل شخص؛ د سياسي او خدمت پاسپورټ لرونکي چې د رسمي کار لپاره غواړي هند ته سفر وکړي، دغه راز سوداګر.

په خبرپاڼه کې راغلي، همدا راز له دغه هوکړه ليک سره سم به د اريانا افغان هوايي شرکت او د هند د اير انډيا هوايي شرکتونه، د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه طرفه پروازونه ترسره کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.