ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يونان په يوه مېشت غالي کې اورلګېدنې سلګونه افغان کډوال زيانمن کړي

د يونان په يوه مېشت غالي کې اورلګېدنې سلګونه افغان کډوال زيانمن کړي

author avatar
10 Sep 2020 - 11:06
د يونان په يوه مېشت غالي کې اورلګېدنې سلګونه افغان کډوال زيانمن کړي
author avatar
10 Sep 2020 - 11:06

کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٩) : د اروپايي هېواد يونان په يوه مېشت غالي کې د اورلګېدنې له امله سلګونه افغانان  بې ځايه شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د یونان چارواکو ډاډ ور کړی چې د دغه هېواد موریا مېشت غالي کې له اور لګېدو وروسته افغانان خوندي ځای ته لېږدوي.

د یونان په لسبوس سيمه کې د موریا په نامه دغه ستر مېشت غالي کې د سلګونو افغانانو په ګډون ١٣ سوه کسان مېشت دي او پرون په کې اور لګېدلى و.

د راپورونو له مخې، په مېشت غالي کې له اور لګېدو  وروسته مېشت کسان نږدې کليو او ښارونو ته تښتېدلي  او په نامعلوم برخليک اخته شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ويلي، مېشت غالي کې تر اور لګېدو وروسته په یونان کې افغان سفیر د دغه هېواد د کډوالو چارو وزارت مرستیال سره خبرې کړې دي.

د هغه په وينا، یوناني چارواکو سفیر ته ډاډ ور کړی چې زيانمنو افغانانو ته مناسب ځای په پام کې نیول شوی او هلته لېږدول شوي دي.

خو په یونان کې د بې پولې ډاکټرانو یوه ځايي چارواکي ویلي چې له موریا کمپ وتلي کډوال له هر ډول مرستې پرته د نږدې ښارګوټي میټلیني په لارو کوڅو کې لیدل کېږي.

د راپورونو له مخې، تر اور لګېدنې وروسته  د کډوالو دا کمپ په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه اور څنګه  ولګېد، خو د اور وژنې لپاره یې د اطفایې له ۴۰ موټرو په داسې حال کې ګټه اخيسته چې په کې مېشت ډېری کډوال له لوګیو اغېزمن شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.