ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ارغنداب موټر بم بريد کې يو پوليس وژل شوى  او١٦ نور ټپيان دي

د کندهار ارغنداب موټر بم بريد کې يو پوليس وژل شوى او١٦ نور ټپيان دي

author avatar
10 Sep 2020 - 17:58
د کندهار ارغنداب موټر بم بريد کې يو پوليس وژل شوى  او١٦ نور ټپيان دي
author avatar
10 Sep 2020 - 17:58

کندهار (پژواک، ۲۰ وږی ۹۹): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې موټر بم برید شوی چې په پایله کې یې  يوپولیس وژل شوی او ۱۶ نور ټپيان دي.

پېښه نن ماپښین د ۲:۳۰ بجو په شاوخوا کې د دغې ولسوالۍ په ده لاهور سیمه کې شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه عراده مازدا موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و، چلوونکي یې غوښتل د ارغنداب ولسوالۍ د ده لاهور سیمې پر امنیتي پوسته برید وکړي چې تر برید مخکې پېژندل شوی او په نښه شوی دی.

هغه زیاته کړه، د پولیسو له ډزو سره مازدا موټر چاودنه کړې چې له امله یې ۷ پولیس ټپیان شوي دي.

خو یوې امنیتي سرچینې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل چې د مازدا موټر  د چاودنې له امله  يو پولیس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه، د ټپیانو له ډلې د پنځو کسانو ټپونه ژور دي او نور برسېرن دي چې ټول د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

د ده په خبره، د چاودنې له امله د پوستې دېوالونو او ودانۍ ته زیان اوښتی دی.

د دغې پېښې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

ارغنداب ولسوالي د کندهار ښار شمال لوېديځ لوري ته د ١٠ کيلو متره په واټن پرته ده چې تر ډېره امن لرونکې ولسوالۍ ده، خو په دې وروستیو کې په کې د وسله والو طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.