کندهار (پژواک، ۲۰ وږی ۹۹): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې موټر بم برید شوی چې په پایله کې یې يوپولیس وژل شوی او ۱۶ نور ټپيان دي.
پېښه نن ماپښین د ۲:۳۰ بجو په شاوخوا کې د دغې ولسوالۍ په ده لاهور سیمه کې شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه عراده مازدا موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و، چلوونکي یې غوښتل د ارغنداب ولسوالۍ د ده لاهور سیمې پر امنیتي پوسته برید وکړي چې تر برید مخکې پېژندل شوی او په نښه شوی دی.
هغه زیاته کړه، د پولیسو له ډزو سره مازدا موټر چاودنه کړې چې له امله یې ۷ پولیس ټپیان شوي دي.
خو یوې امنیتي سرچینې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل چې د مازدا موټر د چاودنې له امله يو پولیس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه، د ټپیانو له ډلې د پنځو کسانو ټپونه ژور دي او نور برسېرن دي چې ټول د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
د ده په خبره، د چاودنې له امله د پوستې دېوالونو او ودانۍ ته زیان اوښتی دی.
د دغې پېښې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.
ارغنداب ولسوالي د کندهار ښار شمال لوېديځ لوري ته د ١٠ کيلو متره په واټن پرته ده چې تر ډېره امن لرونکې ولسوالۍ ده، خو په دې وروستیو کې په کې د وسله والو طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن