ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرور دانش : د چاپيريال خرابول له اوسني او راتلونکي نسل سره خيانت دى

سرور دانش : د چاپيريال خرابول له اوسني او راتلونکي نسل سره خيانت دى

author avatar
10 Sep 2020 - 14:00
سرور دانش : د چاپيريال خرابول له اوسني او راتلونکي نسل سره خيانت دى
author avatar
10 Sep 2020 - 14:00

کابل (پژاوک، ۲۰ وږى ۹۹): د ولسمشر دويم مرستيال سروردانش وايي چې د افغانستان څلوېښت کلنې جګړې پر چاپيريال ناوړه اغېزه کړې ده.

 د سپټمبر اوومه د پاکې هوا په نوم نومول شوې نړيواله ورځ ده او د چاپیریال ساتنې ادارې نن دغه ورځ په کابل کې د «د هوا ککړتيا په راکمولو او مخنیوي کې زموږ ونډه» تر عنوان لاندې ونمانځله.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش يادې غونډې ته وویل چې د هوا ککړتیا له کرونا ویروس څخه هم خطرناکه ده او که چېرته تدابیر ورته و نه نیول شي؛ نو د خلکو لپاره به زیات ګواښونه را منځ ته کړي.

هغه زياته کړه چې په ژمي کې د خونو تودولو لپاره له سکرو او نورو لوګي توليدوونکو توکو څخه ګټه اخيستنه د هوا ککړتيا اصلي لاملونه دي او له خلکو يې وغوښتل چې د خپلې روغتيا لپاره له دغو توکو څخه کار وانه خلي.

دانش  فقر، جنګ او د هوا ککړتيا په برخه کې د زياتې بودجې کمښت د هوا ککړتیا اصلي لاملونوپه توګه ياد کړل او له چاپيريال ساتنې ملي ادارې څخه يې وغوښتل چې خلکو ته د رسنیو له لارې زيات عامه پوهاوی ورکړل شي.

د ولسمشر دويم مرستيال وايي چې د هوا ککړتیا مخنیوى بايد په يوه فرهنګ بدل شي او رسنۍ زياته دنده لري چې په دغه برخه کې پراخه ونډه واخلي.

نوموړي له رسنيو وغوښتل چې بېلابېلې خپرونې جوړ کړي ترڅو خلک د چاپیریال ساتنې د مخنیوي په برخه کې له خپلو مسوولیتونو خبر شي.

دانش همدرانګه وویل، جګړو سره ددې چې پر اقتصاد او فرهنګ يې بدې اغېزې درلودې پر چاپیریال يې هم بده اغېزه کړې ده.

هغه د سولې روانو هڅو ته په اشارې سره وویل، سره له دې چې سوله پر اقتصاد او سیاست کې پراخه ونډه لري په چاپيریال کې هم مهم رول لوبوي .

ده زياته کړه، حکومت د يوې تلپاتې سولې لپاره کلکه اراده لري او له دغه بهیر څخه  له ټولو شته امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې سره يې ملاتړ کړى.

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش هم په دغه غونډه کې وويل، دچاپيريال خرابول  له راتلونکي او اوسني نسل سره خيانت دى او د چاپیریال ساتنه د انسانانو له ژوند سره تړلې ده.

د چاپیریال ساتني ملي ادارې رييس شاه زمان میوندي هم په نننۍ غونډه کې وویل، د برېښنا کمښت او د نفوس  ډېروالی د دې لامل شوی چې د کابل ښار د ککړو ښارونو په لېست کې یاد شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.