ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې ٢٠ ميليونه کسان له کرونا ناروغۍ بېرته ښه شوي

په نړۍ کې ٢٠ ميليونه کسان له کرونا ناروغۍ بېرته ښه شوي

author avatar
10 Sep 2020 - 11:03
په نړۍ کې ٢٠ ميليونه کسان له کرونا ناروغۍ بېرته ښه شوي
author avatar
10 Sep 2020 - 11:03

کابل (پژواک، ٢٠ وږى ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٢٨ ميليونو څخه اوښتى چې ٢٠ ميليونه يې بېرته ښه شوي دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا نهه میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين او ګڼ شمېر اروپايي او اسيايي هېوادونو کې کنټرول شوې، خو په امريکا، هند او برازيل کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٢٨ ميليونو کسانو اوښتى دى.

دغې سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه ٢٠ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي  او تر ٩٠٠ زرو ډېر کسان له دې ناروغۍ څخه  مړه شوي دي چې د ټولو ناروغانو ٥ سلنه جوړوي.

یادې سرچینې ویلي چې له پاتې ناروغانو څخه ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني حالت او یوه سلنه یې په سخت حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکايان ځپلي، هلته پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر شپږ ميليونه او ٥٥٠٠ زره کسانو ته رسېدلی چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۲۵ سلنه جوړوي.

دغه راز په امریکا کې ١٩٥ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

له امریکا وروسته برازیل کرونا ډېر ځپلی، هلته څلور ميليونه او ١٢٠ زره کسان پرې اخته او  ١٢٨ زره کسان مړه شوي دي.

په هندوستان کې هم دا وبا په تېزۍ سره خپرېږي او د ناروغانو شمېر یې ٤ ميليونه او ٤٤٠ زره کسانو ته رسېدلى او په نړۍ کې دويم ځپل شوی هېواد دی. دغه راز په هند کې ٧٣ زره کسان مړه شوي دي .

دغه راز روسيه، هسپانیه، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه څه باندې ٣٨٥٠٠ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٤١٢ کسان مړه او تر ٣٠ زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.