د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له کندهاره د نږدې ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت انګور بهر ته صادر شوي

له کندهاره د نږدې ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت انګور بهر ته صادر شوي

Sep 11, 2020 - 09:45

کندهار (پژواک، ٢١ وږی ۹۹): که څه هم بڼوال او سوداګر وايي چې سږ کال د انګورو حاصلات ۵۰ سلنه کم شوي خو بهر ته یې د صادراتو لړۍ روانه ده او تر دې مهاله څه باندې ۱۳زره ټنه انګور بهر ته صادر شوي دي.

د دغو انګورو ډېره برخه پاکستان او هند ته تللي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، له بده مرغه د ځینو امراضو او افاتو له امله سږ کال د دغه ولایت د انګورو حاصلات کم شوي دي.

هغه زیاته کړه، هغه معلومات چې دوی د انګورو له بڼوالو او د لندې مېوې له سوداګرو ترلاسه کړي، دا دي چې په ډېرو سیمو کې په انګورو د سپېرغوږي یا خاکسترک ناروغي ګډه شوې وه چې حاصلات یې ۵۰ سلنه زیانمن کړل.

د ده په خبره، د حاصلاتو له کمېدو سره د صادراتو کچه هم کمه شوې او له هغه وروسته چې د سپین بولدک لار پرانیستل شوې تر دې مهاله هندوستان او پاکستان ته د ۲ میلیونه ۹ سوه زره او ۱۷۵ ډالرو په ارزښت ۱۳زره ۸۷۷ ټنه انګور صادر شوي دي.

بینا خبر ورکړ چې د انګورو صادراتو لړۍ په ښه توګه روانه ده او تمه ده چې تر راتلونکو لس او پنځلسو ورځو به ټولټال ۵۰زره ټنه انګور بهر ته صادر شي.

نوموړي د انګورو د صادراتو په برخه کې لوړه کرایه او لوړه مالیه جدي ستونزه وګڼله او ویې ویل له همدې امله سوداګر زیانمن شوي دي.

قدرت الله د لندې مېوې سوداګر دی چې د انګورو پلورلو لپاره همدا اوس په پاکستان کې دي، دی هم همدا خبره کوي.

دغه سوداګر پژواک ته وویل، سږ کال د انګورو حاصلات کم دي، د دې تر څنګ یې په کور دننه او بهر بیه هم ټیټه ده.

دی وايي، له یوې خوا انګورو د خاکسترک په نوم مرض وکړ، له بلې خوا سږ کال ګرمي هم ډېره وه چې څه نا څه یې زیانمن کړل خو تر ټولو ډېر زیان د کرونا بحران او د لارو بندښت ور واړوه.

د ده په خبره، دا چې شاوخوا شپږ میاشتې لارې بندې وې، ممیز په ګودامونو کې پاتې شول او صادر نه شول چې له امله یې سږ کال د ممیزو لپاره انګور وانه خیستل شول.

د دې تر څنګ ده د لوړې مالیې او لوړې کرایې خبره هم وکړه چې سوداګر د پخوا په څېر ګټه نه شي کولای او زیانمن کړي يې دي.

نوموړی وايي: ((پخوا د یوه کانټینر انګورو مالیه ۱۳۰زره پاکستانۍ کلدارې وه خو اوس ۴۲۰زره کلدارې ده، په ورته توګه د یوه کانټینر انګورو کرایه ۲۲۰ زره کلدارې وه خو اوس ۴ سوه زره ته پورته شوې ده.))

بلخوا د انګورو بڼوال وايي، سږ کال انګورو داسې مهال د سپېرغوږي په نوم مرض وکړ چې د حاصلاتو ټولولو وخت یې را رسېدلی و.

دوی وايي، دې ناروغۍ په ډېرو سیمو کې انګور خراب کړل، دا چې په بازار کې د دغه مرض موندل کېدونکي درمل بې کیفیته وو، له څو ځلې کارولو سره یې هم د دغه مرض مخنیوی ونه کړای شو.

محمد عوض د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په موشان سیمه کې د انګورو باغ لري چې د تاکونو شمېر تر ۵۰۰ اوړي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د انګورو په باغ کې یې د سپېرغوږي په نوم مرض ګډ شوی و او له همدې امله یې سږ کال د انګورو حاصلات کم دي.

هغه زیاته کړه، په بازار کې یې د دې ناروغۍ درمل وخیستل او وکارول خو د ناروغۍ مخنیوی یې و نه کړای شو.

دی وايي، د ټول کال هیلې یې له همدې باغ سره تړلي وې چې د انګورو له خرابېدو سره یې ډېر زیان وکړ.

د ده په خبره، هر کال بېلابېل امراض او افات د دوی باغونه زیانمن کوي، په کار ده چې د کرنې ریاست په دې برخه کې له کروندګرو سره مرسته وکړي.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سادات که څه هم وايي چې په ځينو سیمو کې انګورو فنګسي امراض کړي وو خو هومره نه وو چې د انګورو حاصلات دې ورسره کم شي.

نوموړي پژواک ته وویل، د انګورو حاصلات کم نه، بلکې زیات شوي، ځکه هر کال د انګورو نوي باغونه په حاصلاتو راځي.

ده زیاته کړه: ((سږ کال په کندهار کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه ډېر شوي دي چې د دې ولایت ټول باغونه به له ۲۸۰ تر ۳ سوه زره ټنو حاصلات ولري.))

ده هم وویل چې د انګورو صادرات روان دي چې هم په کور دننه ښه مارکېټ لري او هم په پاکستان او هندوستان کې په ښه بیه پلورل کېږي.

دی وايي، د کرنې ریاست هڅه کوي له کروندګر او بڼوالو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي څو هغوی ښه حاصلات ولري.

د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په کندهار کې پر څه له پاسه ۲۰ زره هکتاره ځمکه د انګورو باغونه جوړ شوي چې د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې به سږ کال ورڅخه ۳۰۰ زره ټنه انګور تر لاسه شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan