ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کندهاره د نږدې ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت انګور بهر ته صادر شوي

له کندهاره د نږدې ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت انګور بهر ته صادر شوي

author avatar
11 Sep 2020 - 09:45
له کندهاره د نږدې ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت انګور بهر ته صادر شوي
author avatar
11 Sep 2020 - 09:45

کندهار (پژواک، ٢١ وږی ۹۹): که څه هم بڼوال او سوداګر وايي چې سږ کال د انګورو حاصلات ۵۰ سلنه کم شوي خو بهر ته یې د صادراتو لړۍ روانه ده او تر دې مهاله څه باندې ۱۳زره ټنه انګور بهر ته صادر شوي دي.

د دغو انګورو ډېره برخه پاکستان او هند ته تللي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، له بده مرغه د ځینو امراضو او افاتو له امله سږ کال د دغه ولایت د انګورو حاصلات کم شوي دي.

هغه زیاته کړه، هغه معلومات چې دوی د انګورو له بڼوالو او د لندې مېوې له سوداګرو ترلاسه کړي، دا دي چې په ډېرو سیمو کې په انګورو د سپېرغوږي یا خاکسترک ناروغي ګډه شوې وه چې حاصلات یې ۵۰ سلنه زیانمن کړل.

د ده په خبره، د حاصلاتو له کمېدو سره د صادراتو کچه هم کمه شوې او له هغه وروسته چې د سپین بولدک لار پرانیستل شوې تر دې مهاله هندوستان او پاکستان ته د ۲ میلیونه ۹ سوه زره او ۱۷۵ ډالرو په ارزښت ۱۳زره ۸۷۷ ټنه انګور صادر شوي دي.

بینا خبر ورکړ چې د انګورو صادراتو لړۍ په ښه توګه روانه ده او تمه ده چې تر راتلونکو لس او پنځلسو ورځو به ټولټال ۵۰زره ټنه انګور بهر ته صادر شي.

نوموړي د انګورو د صادراتو په برخه کې لوړه کرایه او لوړه مالیه جدي ستونزه وګڼله او ویې ویل له همدې امله سوداګر زیانمن شوي دي.

قدرت الله د لندې مېوې سوداګر دی چې د انګورو پلورلو لپاره همدا اوس په پاکستان کې دي، دی هم همدا خبره کوي.

دغه سوداګر پژواک ته وویل، سږ کال د انګورو حاصلات کم دي، د دې تر څنګ یې په کور دننه او بهر بیه هم ټیټه ده.

دی وايي، له یوې خوا انګورو د خاکسترک په نوم مرض وکړ، له بلې خوا سږ کال ګرمي هم ډېره وه چې څه نا څه یې زیانمن کړل خو تر ټولو ډېر زیان د کرونا بحران او د لارو بندښت ور واړوه.

د ده په خبره، دا چې شاوخوا شپږ میاشتې لارې بندې وې، ممیز په ګودامونو کې پاتې شول او صادر نه شول چې له امله یې سږ کال د ممیزو لپاره انګور وانه خیستل شول.

د دې تر څنګ ده د لوړې مالیې او لوړې کرایې خبره هم وکړه چې سوداګر د پخوا په څېر ګټه نه شي کولای او زیانمن کړي يې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.