ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ امنيې قوماندانۍ ۸ منسوبين له دندو ګوښه شول

د بلخ امنيې قوماندانۍ ۸ منسوبين له دندو ګوښه شول

author avatar
12 Sep 2020 - 18:45
د بلخ امنيې قوماندانۍ ۸ منسوبين له دندو ګوښه شول
author avatar
12 Sep 2020 - 18:45

مزارشريف (پژواک، ۲۲وږی ۹۹): د کورنيو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي بلخ ته په خپل سفر کې د دغه ولايت د پوليسو ۸ منسوبين په دندو کې د ناغېړۍ له امله ګوښه کړل.

نوموړي د وږي په ۲۲مه په مزارشريف کې يوه خبري کنفرانس ته وويل چې د بلخ د امنيتي وضعيت ارزونې په موخه يې دغه ولايت ته سفر کړی دی.

ښاغلي اندرابي زياته کړه چې د ارزونو په پايله کې يې څرګنده شوه چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ ۸ منسوبينو د دوی له خوا ور سپارل شوې دندې په سمه توګه نه دي ترسره کړې؛ نو په خبره يې چې له همدې امله يې له دندو ګوښه کړي دي.

نوموړي وويل چې په دغو کسانو کې شپږ د مزار ښار د حوزو امرين هم شامل دي چې په ترتيب سره له لومړۍ تر شپږمې حوزې پورې دي.

کورنيو چارو سرپرست وزير په خپلو خبرو کې وويل چې د بلخ ۷ ولسوالۍ له لوړو امنيتي تهديدونو سره مخ دي چې په وينا يې په دې اړه به امنيتي ځواکونه لازم اقدامات وکړي.

جنرال مسعود اندرابي په مزارشريف کې د جنايي جرمونو زيآتېدو ته په اشارې وويل چې په دې اړه ورته شکایتونه رسېدلي او په وينا يې چې د پوليسو په ليکو کې د تغيیراتو په راتلو به وضعيت بېرته عادي شي.

هغه همدا راز زياته کړه چې د بلخ ولايت د پوليسو د تشکيل زياتېدو په اړه يې هم يو لړ اقدامات تر لاس لاندې نيولي دي.

د کورنيو چارو سرپرست وزير همدا راز د بين الافغاني مذاکراتو پيلېدو ته په اشارې وويل چې هيله لري څو په هېواد کې د افغانانو وژل، د عامه تاسیساتو ورانول او تاوتريخوالی راکم شي.

نوموړي دا هم وويل چې د امنيتي ځواکونو د سرښندنو پايله وه چې د جګړې ښکېلې خواوې د سولې خبرو ته سره کېناستې.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر دغې خبري ناستې ته په خپلو خبرو کې وويل چې حکومت هڅې پيل کړې څو د بلخ په امنيتي وضعيت کې مثبت تغيیرات راشي.

هغه د بلخ له خلکو هم وغوښتل چې د امنيت د تامين او همدا راز د جرايمو د مخنيوي په برخه کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

د بلخ مدني فعال محمد بشير پژواک ته وويل چې د ستونزو په زياتېدو سره هر ځل د مرکز امنيتي چارواکي بلخ ته سفر کوي خو په وينا يې چې له تګ وروسته يې بېرته وضعيت د پخوا په څېر وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.