ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: افغان جګړه ګټونکى نه لري؛ د حل يواځېنۍ لاره سوله ده

عبدالله: افغان جګړه ګټونکى نه لري؛ د حل يواځېنۍ لاره سوله ده

author avatar
12 Sep 2020 - 11:55
عبدالله: افغان جګړه ګټونکى نه لري؛ د حل يواځېنۍ لاره سوله ده
author avatar
12 Sep 2020 - 11:55

دوحه (پژواک، ٢٢ وږى ٩٩): د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، باور لري که ټول په صداقت او رښتینولۍ سره یو بل ته د ورورۍ لاس ورکړي، نو هېواد ته به همېشنۍ سوله راشي.

ډاکتر عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن (د وږي ٢٢مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيستې مراسمو ته وکړې.

هغه زياته کړه: ((ویاړم چې د افغانستان اسلامي جمهوریت په استازولۍ د سولې د مذاکراتو د پیل په مراسمو کې ګډون لرم. دې مهمې او تاریخي غونډې ته ستاسو د راتګ هرکلی کوم او د جمهور رييس محمد اشرف غني سلامونه تر تاسو رسوم. دعا کوم چې لوی خدای تعالی دې د افغانستان اسلامي جمهوريت او د طالبانو تحریک ترمنځ د سولې مذاکرات کاميابۍ ته ورسوي؛ ځکه دا زموږ د ملت هیله ده.))

نوموړي له قطره مننه وکړه چې د سولې د تامین په لاره کې ډېرې هلې ځلې کړې دي.

ډاکتر عبدالله دغه راز له طالبانو هم مننه وکړه چې سولې ته د رسېدو لپاره یې د ستر ملت غږ ته مثبت ځواب ورکړ او د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره مذاکراتو ته چمتو شول.

ده زياته کړه: ((په اطمینان سره ویلی شم چې زموږ ګران هېواد تاریخ به له نننۍ ورځې د جنګ د خاتمې او د خلکو د درد او وير له پای ته رسېدو هرکلی وکړي.))

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر وويل چې دوى د اسلام مقدس دین د احکامو پر بنسټ او د خپل سرلوړي ملت له ازادې ارادې او برحقو غوښتنو سره سم د با عزته او تل پاتې سولې د ټینګښت په موخه قطر ته راغلي دي.

هغه زياته کړه: ((موږ په هېواد کې د څلوېښت کلنې وینې بهېدو د درېدو او سرتاسري سولې د ټینګښت په موخه، د طالبانو له تحریک سره د صادقانه مذاکراتو په هدف له پاک نیت سره راغلي یو.

زموږ د خلکو مشروع غوښتنه او د سولې هدف دا دی چې له سياسي لارې هر ډول جګړه او تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.))

ډاکټر عبدالله وويل چې افغانان پر اساسي قانون ولاړ نظام او د ثبات ټینګښت غواړي؛ ځکه د نظام د نشتوالي له امله يې سخت مصیبت تجربه کړی دی.

د هغه په وينا، روانه جګړه د جنګ له لارې ګټونکی نه لري، خو د ملت له ارادې سره سمه سیاسي حللاره هېڅ بایلونکی نه لري.

ده زياته کړه: ((موږ دواړه یعنې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو تحریک د خدای تعالی پر وړاندې مسوولیت لرو څو خپل ګران هېواد له دې حتمي تباهۍ او نسل وژنې څخه وژغورو. اوس چې د ملی اجماع ترڅنګ سیمه او نړۍ د سولې له تامین څخه حمایت کوي، موږ نه باید دغه تاریخي فرصت له لاسه ورکړو. موږ باید په څښتن تعالی توکل وکړو او له دغه تاریخي فرصته د یوې باعزته او تل پاتې سولې لپاره ګټه پورته کړو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.