ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې ١٨ پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

لوګر کې ١٨ پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
12 Sep 2020 - 16:07
لوګر کې ١٨ پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
12 Sep 2020 - 16:07

پل علم (پژواک، ٢٢ وږى ٩٩): د لوګر په مرکز کې د طالبانو په یوه بريد کې ١٣ پاڅون کوونکي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د لوګر په مرکز پل علم کې يوې حکومتي سرچينې د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د مرکز پل علم اړوند د متاڼې په سيمه کې د پاڅون کوونکو پر پوستې بريد کړى دى.

دى وايي چې په دغه بريد کې ١٣ پاڅون کوونکي وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

سرچينه زياتوي چې وسله والو طالبانو د يادو پاڅون کوونکو وسلې او مهمات هم له ځانه سره وړي دي.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي بلال پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د متاڼې سيمې د پاڅون کوونکو پوسته نيولې ده.

ده وويل: ((داسې ويل کېږي چې په دې پوسته کې کوم نفوذي طالب و، هغه د نورو طالبانو د بريد لپاره زمينه برابره کړې چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر پاڅون کوونکي وژل شوي دي.))

بل لور ته د دغه بريد مسووليت طالبانو منلى دى.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو په لوګر کې د حکومتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې د ياد بريد پر مهال ګڼ شمېر حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې ده، له تېرو درېيو کلونو راهيسې پاڅون کوونکي د لوګر په مرکز او محمداغې ولسوالۍ کې فعاليت کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.