ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د سولې لپاره په تدبير او پياوړې ارادې سره پر مخ ځو

ولسمشر غني: د سولې لپاره په تدبير او پياوړې ارادې سره پر مخ ځو

author avatar
12 Sep 2020 - 16:38
ولسمشر غني: د سولې لپاره په تدبير او پياوړې ارادې سره پر مخ ځو
author avatar
12 Sep 2020 - 16:38

کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٩): ولسمشر اشرف غني وايي چې د افغانستان حکومت به د سولې پروسه په تدبیر او پیاوړې ارادې سره داسې مخې ته یوسي چې د جنګ پای ته رسېدو، تلپاتې او باعزتې سولې لامل شي.

له ارګه د وږي په ٢٢مه پژواک اژانس ته  په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه.

سرچينې زياته کړې، په پیل کې پر امرالله صالح شوی ترهګريز برید وغندل شو او اړوندو مسوولینو ته دنده وسپارل شوه چې دغه برید په هر اړخیز ډول وڅېړي، عاملین یې تشخیص او په سزا ورسوي.

په خبرپاڼه کې راغلو د اجنډا مطابق د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست او د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د عمومي امنیتي وضعیت، د غزني، بلخ او لوګر په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو زیاتېدو او د امنیتي تهدیدونو په اړه د راپورونو ترڅنګ د هغو د دفع کولو لپاره خپلې امنیتي برنامې وړاندې کړې.

همدا راز  د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ريیس شمیم خان کټوازي په ولایتونو کې د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره د والیانو د همغږۍ زیاتوالي راپور وړاندې کړ.

سرچينې زياته کړې، د ولسمشر لومړى مرستیال امرالله صالح او د دویم مرستیال سرور دانش د هېواد د عمومي او امنیتي وضعیت په اړه د خبرو پر مهال د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او مبارزو ستاینه او پر دې یې ټینګار وکړ چې د هېواد د امنیتي بنسټونو د ښه والي لپاره باید پر مشخصو طرحو کار وشي او د هغوی ظرفیتونه لا لوړ شي.

د جمهوري ریاست مرستیالانو د افغانستان د دښمنانو د بریدونو د دفع کولو لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوو ته په اشارې وویل، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د نړيوالې ټولنې او حکومت ټینګ ملاتړ له ځان سره لري.

ولسمشر غني د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پیل د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو پایله وبلله او وې ویل، د افغانستان حکومت به دا پروسه په تدبیر او پیاوړې اراده داسې مخې ته یوسي چې د جنګ پای ته رسېدو، تلپاتې او باعزته او داسې سولې لامل شي چې د هر افغان غوښتنې او د تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنې په کې خوندي وي.

هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو د قدردانۍ ترڅنګ وویل، په امنیتي ځواکونو کې د بدلونونو په اړه د امنیتي بنسټونو وړاندیزونه د تايید وړ دي او د لا زیات ښه والي لپاره یې باید اصلاحي طرحه جوړه شي.

ولسمشر غني امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د لویو لارو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او هغوی چې خلکو ته خنډونه او ستونزې جوړوي، باید د امنیتي ځواکونو له چوکاټ څخه لرې شي.

نوموړي زياته کړه، د سولې لپاره د حکومت دریځ واضح دی او د افغانستان مذاکراتي پلاوی د متحد افغانستان او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت استازیتوب کوي  او حکومت تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره په پیاوړي دریځ، تدبیر، برنامې او ارادې سره مخې ته ځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.