د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل ښار کې د خوراکي توکو بیې ټیټې شوې دي

په کابل ښار کې د خوراکي توکو بیې ټیټې شوې دي

Sep 12, 2020 - 17:40

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۹۹): نن د تېرې شنبې په نسبت په کابل ښار کې د خوراکي توکو بیې شاوخوا څلور سلنه ټیټې شوې، خو د تېرې اوونۍ په پرتله د عربي سرو زرو بیه لوړه شوې ده.

د خوراکې توکو ټولنې رییس زمري ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شنبې په نسبت په عمده ډول د ۲۴ کلیوګرامه لومړۍ سېله وریجو بیه له ۲۱۰۰ افغانیو ۲۰۵۰ افغانیو، د ۵۰ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیه له ۲۳۱۰ نه ۲۱۹۰ افغانیو، یوه کیلوګرام اندونیزیایي شین چای له ۳۰۰ افغانیو ۲۷۰ افغانیو او د یوه کیلوګرام افریقایي تور چای بیه له ۳۵۰ څخه ۲۶۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د نوموړي په خبره، د یادو توکو بیې د هغو د تقاضا د کموالي او وارداتو د ډېروالي له امله راټیټې شوې دي.

د ځینو توکو پرچون پلور د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې لږ، خو په ځینو کې بیا ډېر توپير لري.

د کابل ښار په منډوي بازار کې یوه پرچون پلورونکي محمد امېد حسین پژواک ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۷۵۹ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره ۲۳۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره خورشید غوړي په ۱۶۰۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانۍ او یو کیلو ګرام افریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیه هم په دې اووني کې لوړه شوې ده.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو پلورونکی محمد جاوېد وایي چې نن د تېرې شنبې په نسبت، د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۳۷۰۰ افغانیو ۳۷۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

خو نوموړی وایي چې نن لکه تېره اوونۍ د یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سره زر ۳۲۰۰ افغانیو پلوري.

د کابل په بازارونو کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیو له لوړېدو سره تړاو لري.

د سون توکو بیې له کوم پرته پر خپل ځای دي.

د وزیر اباد د تېلو ټانګ د کارکوونکي احمد جاوېد د معلوماتو له مخې، نن لکه د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۳۵ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۳۷ افغانۍ پلورل کېږي.

محمد شریف یک تن از گاز فروشان کلوله پشته کابل می گوید که امروز يک کيلوگاز مايع را ۵۰ افغانى مى فروشد.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت سرافۍ څښتن حاجي حسین وویل د تېرې شنبې په نسبت نن د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت ۷۶،۷۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ۴۵۹ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د وږي په پنځلمسه د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت ۷۶،۴۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۵۵ افغانۍ بدلېدې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan