ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسدالله خالد: د سولې خبرو له پیلېدو سره جنګي وضعیت بدلون نه دی کړی، بلکې بریدونه نور هم ډېر شوي

اسدالله خالد: د سولې خبرو له پیلېدو سره جنګي وضعیت بدلون نه دی کړی، بلکې بریدونه نور هم ډېر شوي

author avatar
13 Sep 2020 - 18:08
اسدالله خالد: د سولې خبرو له پیلېدو سره جنګي وضعیت بدلون نه دی کړی، بلکې بریدونه نور هم ډېر شوي
author avatar
13 Sep 2020 - 18:08

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۹۹): د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي، هغه څه چې د افغانستان د دولت او خلکو هیله وه او د سولې په خبرو کې کوم شرایط چې وو، تر اوسه نه دي عملي شوي او تاوتریخوالی نور ډېر شوی دی.

د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پرون (د وږي ۲۲مه) په قطر کې پیل شوې. د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې، پرون- د سولې خبرو د پیل په لومړۍ ورځ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو نښتو او چاودنو له امله تر سلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد چې نن مشرانو جرګې ور غوښتی و، هم په دې جرګه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د خبرو په پیلېدو سره په جنګي وضعیت کې کوم بدلون نه دی راغلی او بریدونه نور هم ډېر شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((هغه چې د افغانستان خلکو، تاسو مشرانو او موږ هیله درلوده او زموږ شرایط وو، عملي شوي نه دي.

خو هغه څرګنده کړه چې د سولې خبرې به یوه مطلوبه پایله ولري.

خالد د جرګې غړو ته په خطاب کې وویل: ((یو وړاندیز لرم، که تاسو غواړئ په جزئیاتو خبرې وکړم؛ ځکه شرایط حساس دي او د سولې خبرې هم روانې دي، نو غونډه سري کړئ))

وروسته د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار چې د نن ورځې د غونډې مشري یې کوله، د ملي دفاع د وزیر وړاندیز یې رایو وړاندې کړ او د جرګې ډېری غړو د خالد وړاندیز ته موافقه رایه ورکړه څو غونډه سري شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.