ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د وروستيو جګړو له امله سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي

بلخ کې د وروستيو جګړو له امله سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي

author avatar
13 Sep 2020 - 14:49
بلخ کې د وروستيو جګړو له امله سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي
author avatar
13 Sep 2020 - 14:49

مزارشريف (پژواک، ۲۳ وږی ۹۹): شمال زون کې د وروستيو جګړو له امله سلګونه کورنۍ مزارشريف ته راکډه شوې چې اوس د ښار په بېلابېلو برخو کې په کنډوالو او خېمو کې ژوند کوي.

دوی وايي چې د خوراک او څښاک لپاره څه نه لري او تر دې مهاله حکومت او مرستندويه ټولنو هم ورسره مرسته نه ده کړې.

دغه بېځايه شوې کورنۍ همدا راز د مرستو په وېشلو کې د فساد په اړه هم شکايتونه لري.

په ورته مهال د بلخ د کډوالو چارو رياست چارواکي تاييدوي چې دمګړۍ په مزار ښار کې تر شل زرو ډېرې بېځايه شوې کورنۍ مېشتې دي چې له ځینو سره دوی مرسته کړې ده.

د بلخ د دهدادي ولسوالۍ سوېل لور ته په يوه پراخه دښته کې لسګونه کورنۍ، په کوډلو او خېمو کې ژوند کوي چې د وروستيو جګړو له امله يې خپل کورونه پرېيښي او دغه ځای ته راکډه شوې دي.

دغه بېځايه شوې کورنۍ له خراب اقتصادي وضعيت سره لاس او ګرېوان دي.

۶۵ کلن محمد سرور د يوې ۷ کسيزې کورنۍ مشر دی چې د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره تر خيمې لاندې شپې او ورځې تېروي.

هغه پژواک ته وويل چې شپږ مياشتې وړاندې يې د جګړو له امله د بلخ په زارع ولسوالۍ کې خپل کورونه پرېښودل او د خپل سر امن کېدو په خاطر ترې راووتل.

نوموړي زياته کړه چې په تېرو شپږو مياشتو کې نه حکومت او نه هم نورو خيريه بنسټونو له دوی سره مرسته کړې ده.

محمد سرور وويل: (( په زارع ولسوالۍ کې مو کورونه وو، ژوند مو ښه روان وو؛ خو شپږ مياشتې وړاندې پکې طالبانو خونړۍ جګړې پيل کړې، زموږ کورونه وسوځېدل او مجبور شوو چې دلته راغلو او اوس په خيمو کې ورځې شپې تېروو)).

هغه د سوړ اسويلي په ايستلو پژواک ته وويل چې د خوراک او څښاک له جدي کمښت سره مخ دي.

۵۰ کلنې زبېدې هم نږدې پنځه مياشتې وړاندې د زارع ولسوالۍ جګړو له امله له خپلې اينګور او درې لمسيانو سره خپل کور پرېيښي او اوس د دهدادي ولسوالۍ په ياد کمپ کې تر خېمې لاندې ژوند کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.