ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې تاریخي ابدې د له منځه تلو له کواښ سره مخ دي

بدخشان کې تاریخي ابدې د له منځه تلو له کواښ سره مخ دي

author avatar
14 Sep 2020 - 14:35
بدخشان کې تاریخي ابدې د له منځه تلو له کواښ سره مخ دي
author avatar
14 Sep 2020 - 14:35

فیض اباد (پژواک، ۲۴ وږی ۹۹): په بدخشان کې یو شمېر فرهنګیان وایي، د طالبانو او نا مسوولو وسله والو د شتون له امله د دغه ولایت په لرو پرتو او ناامنو سیمو کې تاریخي ابدې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

خو د بدخشان د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین وایي چې په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې یې ځينې تاریخي ابدې په نښه شوې چې یو شمېر یې پر مرمر ډبرو جوړې شوې او د بدخشان په ټولو ساحو کې د دغو ابدو پېژندلو، ثبت او ترمیم لپاره هڅې روانې دي.

د بدخشان یوه فرهنګي فعال سميع الله سیحون پژواک خبري اژانس ته وویل: «بدخشان د ډېرو تاریخي ابدو درلودونکی دی خو له بده مرغه په وروستیو کلونو کې د بدخشان سیمه ییزې ادارې ورته پاملرنه نه ده کړې؛ د شپږو پېړیو مخکې د پیاوړي شاعر ناصر خسرو له مقبرې نیولې بیا د فیض اباد ښار تر بنسټګر مرقد میر یاربېک ولي او نورو ... دا ټول بیارغونې ته اړتیا لري.

هغه زیاتوي: «تاسو وګورئ! حتا حکومت نه دی توانېدلی پر کوچکه سیند همدغه خشتي یا د خښتو پل د له منځه تلو له حالته وژغوري، دغه پل له درېیو پېړیو ډېره مخینه لري.

نوموړی وایي، تاریخي ابدې کلتوري میراث او د یوه ولایت فرهنګي شتمني ده چې باید حکومت په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او کلتور ریاست یې د ساتلو او بیارغونې لپاره لاس په کار شي.

هغه زیاته کړه، که د تاریخي ابدو لرونکو سیمو امنیت تامین او یادې ابدې بیا جوړې شي، له شک پرته به د کال سلګونه بهرني او داخلي ګرځندویان د پلټنو او سیاحت لپاره هلته ورځي چې له یوې خوا ورسره د دغه ولایت تاریخي ارزښت لوړېږي او له بلې خوا یو لوی خالص عاید د دولت عوایدو ته ورزیاتېږي.

په همدې حال کې د بدخشان یو بل فرهنګي عبدالبصیر وایي چې په دغه ولایت کې د ډېرو تاریخې ابدو د له منځه تلو وضعیت دوی اندېښمن کړي دي.

د هغه په خبره، د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د بې پروایۍ او د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې د نامنۍ ډېروالي له امله یو شمېر تاریخې ابدې ناپېژندل شوې پاتې دي او ځینې نورې هم د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «ډېری تاریخې ابدات چې موږ یې په بدخشان کې لرو، له بده مرغه تراوسه نه دي پېژند شوې؛ موږ چې کله د بدخشان مختلفو ولسوالیو ته ځو نو له عجیبو نومونو سره مخ کېږو چې هر یو یې راښیي مخکې دلته تاریخې ابدې وې چې له بده مرغه هغه نه ثبت شوې او نه ساتل شوې دي او د وخت په تېرېدو دغه ابدې له منځه تللې دي؛ که په بدخشان کې امنیتي وضعیت په همدې ډول دوام وکړې بالاخره پاتې تاریخې ابدات هم له منځه ځي.»

خو د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور امر محمد عارف فاروقي پژواک ته وویل، له دې سره چې دغې ادارې په څو وروستیو کلونو کې د دغه ولایت په مختلفو نقطو کې تر شلو ډېر تاریخې ابدات معلوم کړي خو لا هم د نورو ابدو معلومو په لټه کې دی.

د هغه په خبره، نا امنۍ او د خلکو او زورواکو له خوا د تاریخي ابدو د سیمو غصب د بدخشان په ځینو ساحو کې د تاریخي ابدو د پېژندلو او ثبتولو بهیر له ستونزې سره مخ کړی دی.

هغه زیاته کړه: «له ۲۰ ابدو، ۷ یې موږ ترمیم کړې دي؛ پاتې نورې په لرو پرتو سیمو کې قرار لري، جګړه ییز شرایط او ناامنۍ د تاریخي ابدو معلومولو پر وړاندې ستره ستونزه ده، موږ په عملي ډول د غصب شوو ځمکو په اړه دعوا لرو او د ابداتو د ساتنې او مراقبت لپاره کارونه روان دي.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.