ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د انګور اډې لويه لاره دې ترانزيټ شي

خلک: د انګور اډې لويه لاره دې ترانزيټ شي

author avatar
14 Sep 2020 - 14:40
خلک: د انګور اډې لويه لاره دې ترانزيټ شي
author avatar
14 Sep 2020 - 14:40

ښرنه (پژواک، ٢٤ وږى ٩٩): د پکتيکا ځیني اوسېدونکي او چارواکي وايي، حکومت بايد د انګور اډې لويه لار چې د سوداګرو لپاره تر ټولو لنډه او ارزانه لار ده، پر ترانزيت بدله کړي.

دوى وايي چې د انګور اډې لويې لارې جغرافيوي او ستراتيژيک موقعيت او اقتصادي ارزښت ته په کتو سره، د سوداګرۍ لپاره ډېره مهمه او ارزانه لار ده.

په دې اړه د پکتيکا اوسېدونکي مبارک شاه پژواک ته وويل چې د برمل ولسوالۍ د انګور اډې لويه لار افغانستان له ګاونډي هېواد پاکستان سره نښلوي.

هغه وايي: ((دا لويه لار د افغانستان لپاره تر ټولو لنډه او اسانه لار ده، بايد ترانزيټ شي چې ګټه يې هم خلکو او هم حکومت ته ده.))

نوموړى زياتوي چې حکومت بايد د سروبې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دې لويې لارې د پاتې خامه سړک د جوړولو چارې هم پيل کړي.

همدارنګه د دغه ولايت بل اوسېدونکي عبدالرووف هم پژواک ته وويل، د دغه ولايت د خلکو او سوداګرو غوښتنه ده چې د انګور اډې مهمه لاره دې ترانزيټ شي؛ ځکه يو ستراتيژيک موقعيت او اقتصادې ارزښت لري.

سرچينې وويل، که يې غوښتنه ونه منل شي، دوی به پر مدني حرکتونو لاس پورې کړي او د يادې لارې د ترانزيټ کېدو لپاره به مبارزه وکړي.

د همدې لويې لارې يوه موټر چلوونکي خدرګي پژواک ته وويل چې د انګور اډې لويه لاره که څه هم تر ۲۵ کيلومتره زياته خرابه او خامه ده خو ټول سوداګر زړه ښه کوي چې پر دې لار خپل صادرات او واردات وکړي.

هغه وايي: ((که امنيت ونيول شي او لار ترانزيټ شي، نور هېڅ مشکل نشته دى، ټول سوداګر له همدې لارې خپل مالونه انتقالوي.))

دغه راز د پکتيکا ولايتي شورا غړي مبين فقيرزاده هم وويل چې د اړوندې موضوع په اړه تر اوسه څو ځلې د دغه ولايت اوسېدونکو او سوداګرو ولايتي شورا ته شکايتونه کړي دي.

ده زياته کړه: ((موږ هم له اړوندو ارګاونو سره شريکه کړې ده خو تر اوسه په دې اړه هېڅ اقدام نه دى شو.))

د يادو څرګندونو په اړه د پکتيکا مرستيال والي شېر بادشاه اورګوني پژواک ته وويل چې په ياده برخه کې بايد جدي هلې ځلې وشي او دغه لار پر يوې ترازيټي لارې بدله شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.