ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان د شفاهي ادبياتو او تاريخي اثارو راټولول پيلېږي

د نورستان د شفاهي ادبياتو او تاريخي اثارو راټولول پيلېږي

author avatar
14 Sep 2020 - 17:36
د نورستان د شفاهي ادبياتو او تاريخي اثارو راټولول پيلېږي
author avatar
14 Sep 2020 - 17:36

جلال اباد (پژواک ۲۴ وږی ۹۹): په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار وايي، د نورستان د شفاهي ادبیاتو او اساطیرو د راټولو او لیکلو لپاره به دغه ولایت کې علمي پروژې پلې کړي چې د تاریخي نورستان، فرهنګ، دودونه، ژبه او نور اړخونه په لیکلې بڼه خوندي شي.

پوهاند لعل پاچا ازمون چې د يو پلاوي په مشرۍ يې نورستان ته سفر کړی وايي، موخه يې د نورستان د تاريخ خونديتوب لپاره د عملي ګامونو اخيستل دي.

په دغه دوه ورځني سفر کې د علومو اکاډمۍ رييس ډاکټر ظاهر شکیب، د ملي تلوېزیون پخوانی رييس او د ولسمشر سلاکار زرین انځور، د ننګرهار پوهنتون استاد ببرک میاخېل، د کابل پوهنتون استاد بریالی باجوړی، د علومو اکاډمۍ غړي، د پوهنتون استادان او فرهنګیان شامل وو.

پوهاند لعل پاچا ازمون د وږي په ۲۴مه پژواک اژانس ته وويل چې د دغه سفر پرمهال يې د نورستان د مرکز اړوند له ډېرو تاريخي ځايونو ليدنه وکړه، کولتوري مسايل يې وڅېړل او په يو پلان کار کوي چې د دغو ځايونو او فرهنګ ساتنه وشي.

 هغه زياته کړه: ((ولسمشر نورستان ته ځانګړی پام لري او غواړي چې دا ولایت ان د نړیوالو سیالانیانو لپاره د سیل او څېړنو یو مرکز وګرځوي. ما هلته له ټولو قلموالو وغوښتل چې د دې ولایت د شفاهي ادبیاتو د راټولو لپاره لاس په کار شي. موږ په دې برخه کې کار کوو او علمي پروژې به پیل کړو چې دا تاریخ او کیسې خوندي شي.))

نوموړي وويل، نورستان کې له ډېرو پخوانیو پېړیو راپاتې لرګین او ډبرین لوښي او توکي شته دی چې اوس به حکومت هڅه وکړي دا راټول او موزیم ته یې وسپاري چې خوندي شي او له منځه ولاړ نه شي.

د ولسمشر سلاکار وايي، د افغانستان د علومو اکاډمۍ رییس څېړنپوه دوکتور ظاهر شکیب هم هلته خلکو ته ډاډ ورکړ، که د نورستان د فرهنګ او تاریخ په اړه علمي مقالې او کتابونه ولیکي ؛ نو دوی به یې په ډېره لېوالتیا چاپ کړي او ددې سیمې تاریخ به خوندي شي.

نورستان چې پخوا یې کافرستان باله د امیر عبد الرحمن خان د حکومت پر مهال د دغې جنګي او تاریخي سیمې خلکو اسلام ومانه، تر هغې وړاندې یې د بوتانو او خیالي خدایانو عبادت کاوه چې د پخوانیو معبدونو نښې نښانې یې ختمې شوي، خو د ځینو تاریخي ودانیو او جنګي سنګرونو نښې نښانې یې پاتې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.