ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل بازانو لوبډلې د شپږيزې سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړه

د کابل بازانو لوبډلې د شپږيزې سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړه

author avatar
14 Sep 2020 - 18:00
د کابل بازانو لوبډلې د شپږيزې سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړه
author avatar
14 Sep 2020 - 18:00

کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٩) : دشپږيزې کرکټ ملي شل اووريزو سياليو په ترڅ کې د کابل بازانو لوبډلې مس عينک ته په ماتې ورکولو سره پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.

ددغو سياليو په ګروپي لوبو کې چې شپږو لوبډلو په کې برخه اخيستې وه، د کابل بازان لومړى او مس عينک دويم مقام خپل کړى و.

ددواړو لوبډلو ترمنځ ددې سياليو ددويم پړاو لومړۍ لوبه ترسره شوه،  د مس عينک لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې يې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٨ منډې جوړې کړې او کابل ته يې د ٢٠٩ منډو هدف ورکړ.

د مس عينک له لوري حشمت الله شهيدي يو ځل بيا په زړه پورې لوبه وکړه او ٩٧ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې، دغه راز محمد شهزاد ٤٠ او غمي ځدراڼ ٤٦ منډې ترلاسه کړې .

د کابل بازانو لوبډلې ياد ستر هدف له يوې په زړه پورې لوبې وروسته په شلم اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله،له دغې بريا سره د کابل لوبډلې د يادو سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.

د کابل بازانو له لوري نور علي ځدراڼ ٨٥ او عظمت الله عمرزي ٦٢ منډې جوړې کړې. نور علي ځدراڼ ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

نن تر غرمې وروسته د شپږيزې سياليو ددويم پړاو په بله لوبه کې د بندامير لوبډلې بوسټ لوبډلې  ته ماتې ورکړه.

د بندير امير لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې ددوو لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٢ منډې جوړې کړې، چې له ډلې يې اصغر افغان ٩٥، حضرت الله ځاځي ٤٩ ، عثمان غني ٤٢ او ابراهيم ځدراڼ ٣٧ منډې جوړې کړې.

د بوست لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او دغه راز بند امير دا لوبه په ستر توپير سره وګټله.

اوس به سبا نيمه پاى لوبه کې د بند امير او مس عينک ترمنځ لوبه کېږي چې ګټونکې لوبډله به په پاى لوبه کې له کابل بازانو سره لوبه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.