ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روښان: د کندهار ښوونځي ٣زره نورو ښوونکو ته اړتیا لري

روښان: د کندهار ښوونځي ٣زره نورو ښوونکو ته اړتیا لري

author avatar
14 Sep 2020 - 15:54
روښان: د کندهار ښوونځي ٣زره نورو ښوونکو ته اړتیا لري
author avatar
14 Sep 2020 - 15:54

کندهار  (پژواک، ۲۴ وږی ۹۹): د کندهار د پوهنې رییس وايي چې د دغه ولایت د پوهنې په بهیر کې د بدلون او اصلاحاتو راوستو په موخه پر اساساتو او بنسټونو کار کولو ته اړتیا ده.

د  پوهنې رييس محب احمد روښان چې له تېرو یوولسو میاشتو راهیسې د دغه ولایت د پوهنې د رییس په توګه ګومارل شوی، د کندهار د پوهنې بهیر د اندېښنې وړ ګڼي.

روښان له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، د پوهنې د بهیر پر وړاندې تر ټولو لویه او جدي ستونزه دا ده چې د کندهار نفوس ۳ میلیونه تنه دی خو امکانات د ۱۳۰۰زره نفوس ورکول کېږي.

د ده په خبره، همدا بنسټیزه ستونزه ده چې د پوهنې اړوند د ولس ارماني فکر په واقعیت نه دی بدل شوی.

دی وايي، د کندهار د پوهنې د رییس په توګه له ګومارل کېدو سره یې درې کلن ستراتيژیک پلان جوړ کړ چې پر مهال یې د پوهنې په برخه کې ۴ عمده ستونزې رابرسېره کړې چې په تېرو اتلسو کلونو کې یې د هواري لپاره کار نه دی شوی.

هغه زیاته کړه، د پوهنې د ریاست په چوکاټ کې ۱۱زره ښوونکو ته اړتیا ده خو اوس مهال یې تشکیل ۶زره تنه دی، د پوهنې ریاست ۲ میلیونه کتابونو ته اړتیا لري خو یوازې ۵۰۰زره کتابونه ورکړل شوي، د دې ترڅنګ د ودانیو کمښت او د مسلکي ښوونکو نشتوالي دوه نورې جدي ستونزې دي چې دوی له کلونو راهیسې ورسره لاس او ګرېوان دي.

روښان وايي چې د خپل ماموریت په تېره یوه کلونه موده کې یې پر دغو اساساتو کار پيل کړ او یوازې دومره وتوانېد چې د ښوونکو تشکیل له ۶ زره څخه ۸ زره ته لوړ کړي خو بیا هم د تشکیل په برخه کې د ۳زره ښوونکو له کمښت سره مخ دی.

د ده په وینا، له بده مرغه په دې برخه کې کندهار ته د لومړۍ درجې ولایت په توګه نه دي کتل شوي، ځکه همدا اوس هرات ۲۱ زره، ننګرهار ۱۹ زره او بلخ هم ۱۹ زره رسمي ښوونکي لري.

هغه د تشکیل کمښت جدي ستونزه ګڼي او وايي، تر هغه چې تشکیل بشپړ نه وي، نوي ښوونځي نه شي ایجادېدای چې پر همدې بنسټ په کندهار ښار او ولسوالیو کې ډېرې سیمې له ښوونځيو بې برخې دي.

نوموړي د دې تر څنګ په خپله یوه کلنه کاري موده کې د ښاري ښوونځيو د ډاټابېس جوړول هم یوه لاسته راوړنه وبلله چې له مخې یې د خیالي ښوونکو او خیالي زده کوونکو مخنیوی کېدای شي.

دغه راز ده د بودیجې د کمښت ستونزه هم یاده کړه چې له امله یې نه شي کولای پر وخت د ښوونځيو لپاره د کرایه شوو ودانیو کرایه ورکړي.

روښان د پوهنې په برخه کې بله جدي ستونزه د قومي او سیاسي مداخلو یاده کړه چې د ځينو مشرانو له خوا تر سره کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.