ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو په ملاتړ د پاکستان د بهرنيو چارو د پخواني وزير ټويټ غبرګونونه پارولي

د طالبانو په ملاتړ د پاکستان د بهرنيو چارو د پخواني وزير ټويټ غبرګونونه پارولي

author avatar
14 Sep 2020 - 15:21
د طالبانو په ملاتړ د پاکستان د بهرنيو چارو د پخواني وزير ټويټ غبرګونونه پارولي
author avatar
14 Sep 2020 - 15:21

کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٩): د پاکستان د بهرنيو چارو د پخواني وزير خواجه اصف د طالبانو په ملاتړ ټويټ ددواړو هېوادونو د مدني فعالانو، چارواکو او سياسيونو پراخه غبرګونونه راپارولي دي.

په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيستې  له رسمي مراسمو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د طالبانو د قطر دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره وليدل.

د دې ليدنې په خپور شوي عکس کې ليدل کېږي چې پومپيو او ملا برادر دواړه ولاړ دي، خو ملا برادر سوچه وطني کالي دستار پر سر او څادر پر اوږو کړى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير خواجه محمد اصف دغه عکس خپور کړى او ورسره يې ليکلي دي: ((زور تاسو لر‌ئ، خو خداى له موږ سره دى، الله اکبر))

د يادونې ده، خواجه اصف  د نوازشريف په مشرۍ د پاکستان  د مسلم ليګ ن ګوند غړى دى  او د دوى د حکومت د واکمنۍ پر مهال امريکا د پاکستان له خاورې په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته اکمالات کول او پاکستان کې يې پوځي اډې جوړې کړې وې.

خواجه اصف هغه مهال د پاکستان د بهرنيو چارو او د دفاع وزير په توګه دندې ترسره کړې دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ستراتيژيکو اړيکو رييس او د ولسمشر سلاکار وحيد عمر په ټويټر کې خواجه اصف ته په ځواب کې ليکلي: ((د چا په اړه چې تا ليکلي، خداى ورسره دى، هغه تاسو په زندان کې اچولى او شکنجه کړى او هغه مهال ته د دفاع وزير وې.))

نوموړي دغه راز ويلي، کله چې خواجه اصف د دفاع وزير و، پاکستاني طالبانو په پېښور کې ١٤٠زده کوونکي ووژل، ايا هغه مهال هم  خداى له پاکستاني طالبانو سره و؟))

د نجيب ننګيال په نامه افغان ليکلي: ((الله د هغو ملګرتيا نه کوي چې مسلمانان وژني، د ترياکو قاچاق کوي، اختطافونه کوي، مسجدونه، مکتبونه او سړکونه ړنګوي. الله چې له چا سره و، هغوی په درویشت کالو کې نیمې نړۍ ته اسلام خپور کړ.))

افغان ژورنالېست  صادق ترابزي ليکلي، همدې پاکستان لس کاله ملا برادر په زندان کې ساتلی و، ایا نعوذ بالله خدای نه دی خبر؟ همدې پاکستان ملا برادر د ترهګر په صفت زندان کې ساته چې امریکا راخلاص کړ، همدې پاکستان همدا طالبان په امریکا دانه دانه خرڅ کړل او په بدل کې یې ترې پیسې واخیستې، ایا څوک نه دي خبر؟

د نجيب الله احدي په نامه بل افغان په ټويټر کې خواجه اصف ته ليکلي: ((خداى نه ستاسو دى او نه هم زورواکو، دا زموږ د افغانانو جبر او مجبوريت دى چې تاسو خوښ ياست، له ټولو مسايلو زموږ اوسنى نسل خبر دى.))

د ويس بارکزي په نامه بل افغان ليکلي: ((دا نا ممکنه ده چې ترهګري او پاکستان دې سره جلا شي.))

افغان ليکوال مجيد قرار د خواجه اصف د ټويټ په اړه ليکلي: ((ځينې خبرې رمزي او په کوډونو کې وي. بالخصوص، کله چې د بهرنيو چارو د وزير په کچه يو ډيپلومات خبره کوي، له هغې هېڅکله ظاهري معنا مه اخلئ.))

هغه زياته کړې، دلته هدف هېڅکله د امريکا او طالبانو تقابل نه دی، بلکې د امريکا او پاکستان پارټنرشيپ دی؛ معنا دا چې اصف امريکا ته وايي: ((دا د خدای لښکر به موږ ستاسې له زور سره يو ځای کوو او يو ځای کړی مو دی او ستاسې د اهدافو لپاره مو پرله پسې کارولی دی.))

د کوزې پښتونخوا يو شمېر مشرانو هم د خواجه اصف پر ټويټ کلکې نيوکې کړې دي، د پښتون ژغورنې غورڅنګ منظور پښتون نوموړي ته په ټويټر کې ځواب ورکړى: ((د پاکستان دولت چې تر اوسه له امريکا ميلياردونه ډالر اخيستي، هغه د چا لپاره وو؟))

د دغه غورځنګ بل غړي محسن داوړ ليکلي، خداى نه ظالم دى او نه هم له ظالمانو سره دى.

د کوزې پښتونخوا وتلي سياستمدار افراسياب خټک ليکلي: ((د دوو خبرو سپيناوى اړين دی، طالبان د پاکستان په مرسته پر افغانانو واکمن شول، خو د همدې طالبانو واکمني بيا د پاکستان په مرسته بېرته ړنګه شوه.))

د پاکستان وتلي پښتون ژورنالېست سليم ساپي خواجه اصف ته په ځواب کې ليکلي چې د دفاع او بهرنيو چارو وزير په توګه دنده ترسره کوونکي پخواني چارواکي ته نه ښايي چې داسې ټويټ وکړي.

هغه زياته کړې چې خواجه اصف ډېر بې مسووليته کار کړى، دا معلومه ده چې نوموړي د چا د خوښۍ لپاره دا کار کړى، خو د افغانستان رسنۍ دغه کار له طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ په توګه استفاده کوي.

د کوزې پښتونخوا د نوبل جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ پلار ضياء الدين يوسفزي هم پر دې ټويټ کلکه نيوکه کړې ده.

هغه په ټويټر کې ليکلي، د افغان جګړې د دواړو لورو کسان افغانان دي، دغه جګړه ګټونکى او بايلونکى نه لري، د سولې لپاره بايد دعا وشي.

پاکستاني ليکوال محمد تقي خواجه اصف ته په ځواب کې ليکلي چې طالبانو نه يواځې افغانان يې وژلي او پرې ظلمونه یې کړي، بلکې  هغو پاکستاني ترهګرو ته هم پناه ورکړې چې دلته يې ګڼ شمېر پاکستانيان په نښه کړي وو.

د پاکستان د پيپلز سياسي ګوند غړي سناتور فرحت الله بابر ليکلي: ((د قاتلو طالبانو په اړه دا ډول صفتونه له پوهې څخه بهر کار دى.))

د عوامي نېشنل ګوند پخوانۍ غړې بشرى ګوهر ليکلي: ((خواجه اصف کوم شرم او حيا نه لري.))

Visits: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.