د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

روښان: د کندهار ښوونځي ٣زره نورو ښوونکو ته اړتیا لري

روښان: د کندهار ښوونځي ٣زره نورو ښوونکو ته اړتیا لري

Sep 14, 2020 - 15:54

کندهار  (پژواک، ۲۴ وږی ۹۹): د کندهار د پوهنې رییس وايي چې د دغه ولایت د پوهنې په بهیر کې د بدلون او اصلاحاتو راوستو په موخه پر اساساتو او بنسټونو کار کولو ته اړتیا ده.

د  پوهنې رييس محب احمد روښان چې له تېرو یوولسو میاشتو راهیسې د دغه ولایت د پوهنې د رییس په توګه ګومارل شوی، د کندهار د پوهنې بهیر د اندېښنې وړ ګڼي.

روښان له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، د پوهنې د بهیر پر وړاندې تر ټولو لویه او جدي ستونزه دا ده چې د کندهار نفوس ۳ میلیونه تنه دی خو امکانات د ۱۳۰۰زره نفوس ورکول کېږي.

د ده په خبره، همدا بنسټیزه ستونزه ده چې د پوهنې اړوند د ولس ارماني فکر په واقعیت نه دی بدل شوی.

دی وايي، د کندهار د پوهنې د رییس په توګه له ګومارل کېدو سره یې درې کلن ستراتيژیک پلان جوړ کړ چې پر مهال یې د پوهنې په برخه کې ۴ عمده ستونزې رابرسېره کړې چې په تېرو اتلسو کلونو کې یې د هواري لپاره کار نه دی شوی.

هغه زیاته کړه، د پوهنې د ریاست په چوکاټ کې ۱۱زره ښوونکو ته اړتیا ده خو اوس مهال یې تشکیل ۶زره تنه دی، د پوهنې ریاست ۲ میلیونه کتابونو ته اړتیا لري خو یوازې ۵۰۰زره کتابونه ورکړل شوي، د دې ترڅنګ د ودانیو کمښت او د مسلکي ښوونکو نشتوالي دوه نورې جدي ستونزې دي چې دوی له کلونو راهیسې ورسره لاس او ګرېوان دي.

روښان وايي چې د خپل ماموریت په تېره یوه کلونه موده کې یې پر دغو اساساتو کار پيل کړ او یوازې دومره وتوانېد چې د ښوونکو تشکیل له ۶ زره څخه ۸ زره ته لوړ کړي خو بیا هم د تشکیل په برخه کې د ۳زره ښوونکو له کمښت سره مخ دی.

د ده په وینا، له بده مرغه په دې برخه کې کندهار ته د لومړۍ درجې ولایت په توګه نه دي کتل شوي، ځکه همدا اوس هرات ۲۱ زره، ننګرهار ۱۹ زره او بلخ هم ۱۹ زره رسمي ښوونکي لري.

هغه د تشکیل کمښت جدي ستونزه ګڼي او وايي، تر هغه چې تشکیل بشپړ نه وي، نوي ښوونځي نه شي ایجادېدای چې پر همدې بنسټ په کندهار ښار او ولسوالیو کې ډېرې سیمې له ښوونځيو بې برخې دي.

نوموړي د دې تر څنګ په خپله یوه کلنه کاري موده کې د ښاري ښوونځيو د ډاټابېس جوړول هم یوه لاسته راوړنه وبلله چې له مخې یې د خیالي ښوونکو او خیالي زده کوونکو مخنیوی کېدای شي.

دغه راز ده د بودیجې د کمښت ستونزه هم یاده کړه چې له امله یې نه شي کولای پر وخت د ښوونځيو لپاره د کرایه شوو ودانیو کرایه ورکړي.

روښان د پوهنې په برخه کې بله جدي ستونزه د قومي او سیاسي مداخلو یاده کړه چې د ځينو مشرانو له خوا تر سره کېږي.

نوموړي که څه هم د چا نوم یاد نه کړ خو له خلکو یې وغوښتنه وکړه چې په مخنیوي کې یې ورسره همکاري وکړي.

د کندهار د پوهنې رییس د معلوماتو له مخې د اقرا پروګرام له لارې د ۱۲۹ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړېدل تر کار لاندې دي چې ۶۰ یې ګټې ته چمتو شوي چې ډېر به د پوهنې ریاست ته په واک کې ورکړل شي.

په کندهار کې سږنی تعلیمي کال څو ورځې وړاندې په داسې حال کې پیل شوی چې د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ په دې ولایت کې لا هم ۱۳۷ ښوونځي تړلي دي او یوازې ۳۴۷ پرانیستي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan