د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نی: د سولې په خبرو کې باید د بیان او رسنیو ازادي تر پښو لاندې نه شي

نی: د سولې په خبرو کې باید د بیان او رسنیو ازادي تر پښو لاندې نه شي

Sep 14, 2020 - 16:13

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۹۹): خبریالانو په یوه نظرپوښتنه کې  اوربند، له ملي قوانینو سره سم د اسلامي ارزښتونو رعایتول، د بیان له ازادۍ او د ښځو له حقونو ملاتړ، د خپلو غوښتنو په توګه د سولې له مذاکره کوونکو څخه مطرح کړي دي.

په افغانستان کې د شاوخوا څلوېښت کلنې جګړې پای ته رسولو لپاره د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې د روان ۱۳۹۹ کال د وږي په ۲۲مه په قطر کې پیل شوې دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې «نی» رییس مجیب خلوتګر نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې دغه بنسټ د هېواد په مرکز او ولایتونو کې له یو شمېر خبریالانو سره خبرې کړې دي.

هغه د یادې نظرپوښتنې د څرنګوالي په اړه جزئیات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې د نظرپوښتنې پایله د دې څرګندوونکې ده چې یو شمېر خبریالان او رسنۍ اندېښمن دي چې د افغانانو ترمنځ په خبرو کې خدای مه کړه د خبریالانو او رسنیو حقونه تر پښو لاندې نه شي.

هغه وویل چې خبریالانو په دې نظرپوښتنه کې د سولې په بین الافغاني مذاکراتو کې له دواړو خواوو غوښتي څو په سرتاسري اوربند د دواړو خواوو د هوکړې، د ملي قوانینو په پام کې نیولو سره د اسلامي ارزښتونو رعایتول، د بیان ازادۍ او مېرمنو، په ځانګړې توګه ښځو ژونالېستانو د حقونو ملاتړ وکړي.

د نی اجرائیوي رییس وایي چې طالبان باید د سولې د خبرو په لړ کې د ټولو رسنیزو قوانینو او اطالاعاتو ته د لاسرسي د حق رعایتولو ژمنه وکړي. هغه وایي، پر رسنیو هېڅ ډول سانسور د منلو نه دی.

هغه همداراز یادونه وکړه چې د سولې خبرې باید د تړلو دروازو تر شا نه شي او دغه ناستې باید د ملي او نړیوالو رسنیو پر وړاندې جوړې شي او د خبرو پایلې باید د هرې دورې په پای کې له خلکو سره شریکې شي.

هغه شکایت وکړ وویل چې اوس مهال د حکومت یو شمېر ویاندویان هم له خبریالانو سره اطلاعات نه شریکوي.

خلوتګر زیاته کړه: «ځیني ویاندویان له رسنیو سره ان سلیقوي چنلد کوي، ځینو رسنیو ته معلومات ورکوي او ځینو رسنیو ته معلومات نه ورکوي او یا یې هم په یوه ډول پټوي.»

هغه په ټینګار سره زیاته کړه چې اطلاعاتو ته لاسرسی د افغانستان د خلکو حق دی او د حکومت ټول ویادویان اړ دي چې ټولو خبریالانو ته یو شان او له له دوه مخي چلند پرته معلومات وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan