ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه: د باور رایې اخیستو لپاره دې نوماند وزیران را وپېژندل شي

ولسي جرګه: د باور رایې اخیستو لپاره دې نوماند وزیران را وپېژندل شي

author avatar
14 Sep 2020 - 10:52
ولسي جرګه: د باور رایې اخیستو لپاره دې نوماند وزیران را وپېژندل شي
author avatar
14 Sep 2020 - 10:52

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۹۹): د ولسي جرګې یو شمېر غړو په داسې حال کې بیا دغې جرګې ته د باور رایې ترلاسه کولو لپاره د نوماند وزیرانو د ورمعرفي کولو غوښتنه وکړه چې د نوي حکومت له جوړېدو شاوخوا شپږ میاشتې تېرېږي خو تر اوسه د کابینې غړو له دې جرګې رایه نه ده اخیستې.

په داسې حال کې چې په افغانستان د نوي حکومت له تشکیله شپږ میاشتې تېرېږي خو لا هم ټول وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې ملالۍ اسحاقزۍ د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل: «ولسي جرګې ته د باور رایې ترلاسه کولو لپاره د کابینې نه معرفي کولو پوښتنې راپیدا کړې دي، که حکومت کابینه معرفي نه کړي، موږ به یو ځواب وېیونکي حکومت ونه لرو.»

هغه په دولتي ادارو کې د سرپرستۍ او بې کفایتۍ فرهنګ د پر پای ته رسولو ټینګار وکړ.

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته نظرونه درلودل.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني هم له ولسمشر څخه وغوښتل چې هرڅو ژر وي د باور رایې ترلاسه کولو لپاره دغه جرګې ته نوماند وزیران وروپېژني څو افغانستان د یوه مقتدر حکومت لرونکی شي.

د هغه په خبره، نوماند وزیران مشخص شوي دي او په معرفي کولو کې یې کومه ستونزه نه شته.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر نن په ارګ کې په یو لړ مراسمو کې لس کسان د سرپرستانو او نوماند وزیرانو په ډول د کابینې غړو ته ورمعرفي کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.