جلال اباد (پژواک، ۲۵ وږی ۹۹): د ملکي وګړو خونديتوب کاري ډله وايي، د جګړو دوام به د سولې پيل شوې خبرې له ګواښ سره مخ کړي، نو د دې لپاره چې یادې خبرې برياليتوب باید اوربند ته لار پرانيستل شي.
دوی دا څرګندونې د وږي په ۲۵مه جلال اباد ښار کې د يو رسنيز کنفرانس پر مهال وکړې.
د کنفرانس ګډونوالو په قطر کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د پيل شوو بين الافغاني خبرو اترو هرکلی هم وکړ او دا يې د افغان وژنې، په ځانګړي توګه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې بندېدو لپاره ګټور ګام ياد کړ.
په ننګرهار کې ملکي وګړو د خونديتوب کاري ډلې غړي برهان الدين سيرت وويل، د جګړو دوام د سولې پيل شوې خبرې له ګواښ سره مخ کولی شي نو مهمه ده چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو استازي له نورو خبرو لومړی د اوربند پر مسئله بحثونه وکړي او اوربند رامنځته کړي.
هغه زياته کړه، د جګړې د يوې ورځې دوام د سلګونه انسانانو د ژوند په قيمت تمامېدلی شي نو په کار ده چې ښکېلې غاړې د دايمي سولې د راتګ لپاره پر دايمي اوربند هم سره سلا شي.
د ملکي وګړو خونديتوب کاري ډلې غړې ډاکتر ورېښمينې ستانکزۍ هم پر اوربند ټينګار درلود او زياته يې کړه چې په يوه وخت کې د سولې خبرې او د جګړو دوام هېڅکله پايله نه ورکوي نو بايد اوربند رامنځته شي.
ډاکتر ستانکزۍ د اوربند ترڅنګ د ټولنيز عدالت پر پلي کېدو او دغه راز د سولې په راتګ کې د ښځو د حقونو نه تر پښو لاندې کېدو باندې هم ټينګار وکړ.
دې زياته کړه: ((ما خپله د افغان حکومت د پلاوي غړو سره خبرې کړي، او ورته مې ويلي چې موږ ښځې داسې سوله نه غواړو چې زموږ حقونه تر پښو لاندې شي او بيا د طالبانو شل کاله پخوانی رژيم رامنځته شي، هغوی ته هم دا سره کرښه ده چې د ښځو حقونه به په خپل ځای پاتې کېږي.))
د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرې همدا اوونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوي او هيلې څرګندېږي چې همدا خبرې اترې به د حکومت او طالبانو ترمنځ د روانې جګړې پای ته زمينه برابره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن