ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماليې وزارت د اماراتو پانګوالو ته شپاړس اړينې پروژې وړاندې کړې

د ماليې وزارت د اماراتو پانګوالو ته شپاړس اړينې پروژې وړاندې کړې

author avatar
15 Sep 2020 - 18:30
د ماليې وزارت د اماراتو پانګوالو ته شپاړس اړينې پروژې وړاندې کړې
author avatar
15 Sep 2020 - 18:30

کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٩) : د مالیې وزارت په متحده عربي اماراتو کې مېشتو کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ته د عامه او خصوصي مشارکت شپاړس اړینې پروژې وړاندې کړې.

د مالیې وزارت له خوا د وږي په ٢٥مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى د عربي متحده اماراتو دوبۍ ښار کې له سوداګرو او پانګوالو سره د ناستې په دویمه ورځ چې د حرکت مؤسسې په همکارۍ جوړه شوې وه، په هغه هېواد کې مېشتو کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ته د عامه او خصوصي مشارکت شپاړس اړینې پروژې وړاندې کړې.

سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست عبدالهادي ارغندیوال، د افغانستان د خصوصي سکټور استازو او په متحده عربي اماراتو کې مېشتو یو شمېر کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دې ناستې اساسي موخه د عامه او خصوصي مشارکت بهیر منعکسول دي، چې د اغېزمنو خدمتونو وړاندې کول او فزیکي زېربناوو جوړولو، د خصوصي سکټور د تشبثي مهارتونو جلبولو او په بهرنیو مرستو د حکومت تکیه راکمولو لپاره د افغانستان د حکومت د پالیسیو په سر کې راځي.

په دې ناسته کې د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، وویل:" د افغانستان حکومت د قانوني چوکاټ پر بنسټ د کورني او بهرني خصوصي سکتور پانګونې راجلبولو او هڅونې لپاره د مناسب چاپیریال چمتو کول په پام کې نیولي دي او خصوصي سکټور هڅوي ترڅو په هېواد کې خپله پانګه زیاته او د پانګونې په برخه کې د دولت باور ترلاسه کړي."

د ماليې وزارت وايي، په دې ناسته کې د عامه او خصوصي مشارکت ټیم ګډونوالو ته د عامه او خصوصی مشارکت د قانوني چوکاټ رامنځته کولو، جوړښت، دندو، او داسې پروژو په اړه چې د خصوصي سکټور او پانګوالو لپاره اړینې او د پانګونې فرصتونه برابر وي هراړخیز معلومات وړاندي کړل.

د یادونې ده، چې حکومت غواړي، د کابل هوایي ډګر د ترمینل کارګو، د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د هوټل جوړول، د علي جناع روغتون رغونه، د۲۲۶.۵ میګاواټه په ظرفیت سره د باغدرې اوبو برېښنا شبکې جوړول، په کابل ښار کې نوري فایبر، د قیمتي ډبرو پروسس، جمهوریت روغتون رغول، د ملي سوداګرۍ باغونو جوړول، د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د نوي ترمینل جوړول، د مه می کلا بند جوړول، د پنځو مسلخ خونو عملیاتي چارې او ساتنه او پالنه، په سروبي کې دویم برېښنا بند، سنتي مارکېټونه جوړول، د اوبو مدیریت او ذخیره او د پستو باغونو جوړولو پراختیایي پروژې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پلي کړي.

سرچينې ويلي، د ناستې په پای کې پانګوالو په افغانستان کې د عامه او خصوصي مشارکت پروګرام له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې په دې هیواد کې به د پانګونې په برخه کې همکاري وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.