کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۹۹) : د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ دسولې په تړاو د راتلونکو ناستو د طرز العمل په اکثرو مواردو توافق وشو.
د طالبانو د قطر ددفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم او ددولتي مذاکراتي ټیم غړي نادر نادري لخوا نن دوږي په ۲۵مه، تر ماښام وروسته ګډه خبرپاڼه خپره شوې ده.
په دې خبرپاڼه کې راغلي نن مازیګر څلور نیمې بجې د بین الافغاني مذاکراتو د ټیمونو ترمنځ عمومي ناسته ترسره شوه.
سرچینې زیاته کړې، د دواړو ټیمونو مشرانو خپلې ویناوې واورولې او سپارښتنه یې وکړه چې د تماس ګروپونه هر کله د ناستو د طرز العمل او تقسیم اوقات په اړه پاتې کار نهایي کړي، له هغه وروسته به د مذاکراتو د اېجنډا په اړه ناستې ترسره کیږي.
په خبرپاڼه کې راغلي د راتلونکو ناستو د طرزالعمل پر اکثره مواردو توافق شوی او کمه برخه یې پاتې ده .
دواړو ټیمونو ویلي چې په ناسته کې ددواړو ټیمونو لخوا دوه-دوه کسان دارتباط او تماس لپاره وټاکل شول. خو د کسانو نومونه نه دي په ډآګه شوي، خو یوې بلې سرچینې وویل چې د ارتباط دا کسان ډاکټر محمد نعیم او نادر نادري دي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلی، چې دواړو مشرانو په ناستو کې د خبرو پر مهال د زغم او تحمل سپارښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د تیرې شنبې په ورځ د بین الافغاني مذاکراتو تر رسمي پرانستې مراسمو وروسته دا ددواړو ډلو ترمنځ د تخنیکي کمیټې دریمه ناسته وه.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن