د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د مزار شريف ښاريانو د برېښنا د لوړې بيې پر ضد لاريون وکړ

د مزار شريف ښاريانو د برېښنا د لوړې بيې پر ضد لاريون وکړ

Sep 15, 2020 - 15:26

مزارشريف ( پژواک، ۲۵وږی ۹۹) : د بلخ ولايت اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې  له حکومت او د افغانستان برېښنا له شرکت څخه د برېښنا په قيمت کې د مساواتو او عدالت غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکي د وږي په ۲۵مه، د بلخ ولايتي شورا مخکې راټول شوي وو، چې وروسته د اعتراض په ډول د بلخ برېښنا شرکت او بلخ ولايت مقام ته ورغلل.

د نوريه نجفي زاده په نوم يوې لاريون کوونکې پژواک اژانس ته وويل، چې دوی له تېرو څو مياشتو راهيسې له حکومت څخه غوښتنه کوي؛ څو په ټول افغانستان کې د برېښنا بېلونه په مساوي ډول اجرا شي.

هغې زياته کړه چې د دوی غږ هيچا وانورېد؛ نو ځکه يې نن په لاريون لاس پورې کړ.

نوموړې زياتوي، حکومت او د افغانستان برېښنا شرکت د برق د بيې برخه کې دوه ګونی چلند کوي، چې دا نورو خلکو ته د منلو وړ نه دی.

دغې لاريون کوونکې وويل: (( دا کوم قانون او انصاف دی، چې برېښنا دې له ازبکستانه واردېږي؛ له بلخه تېرېږي؛ خو په نورو ولايتونو کې يې يو کيلوواټ دوه نيمې يا درې افغانۍ دی او په بلخ کې شپږ يا اووه افغانۍ. دا حالت نور د زغملو نه دی)).

يو بل لاريون کوونکي محمد عارف وويل چې د مزار ښاريان د برق د برېښنا مساوي کېدو غوښتنه کوي.

هغه زياته کړه، چې دغه اعتراضونه به تر هغه وخته پورې دوام ولري؛ چې څو پورې د خلکو غوښتنې نه وي منل شوې.

د نوموړي په خبره، حکومت غواړي څو د زورواکو قرضداري له عام ولس څخه ټوله کړي.

دغه لاريون کوونکي وويل: (( د بلخ يو شمېر زورواکي د برېښنا له درکه ميليونونه افغانۍ پور وړي دي؛ حکومت دې له هغوی څخه خپل پور تر لاسه کړي؛ دا خو مناسبه نه ده چې زورواکي خپل پور نه ورکوي او برېښنا شرکت يې زور له عامو خلکو باسي.))

هغه زياتوي، که غږ يې وانورېدل شي؛ نو د خپل اعتراض بڼه به لا تېزه کړي.

د لاريون يوه سمبالوونکي باور باميک پژواک ته وويل، چې د مزارشريف لاريون د هغو اعتراضونو يوه برخه ده، چې د برېښنا بيې د مساوي کېدو لپاره پيل شوي دي.

نوموړي وايي، چې د افغانستان برېښنا شرکت بايد بلخ کې هم د نورو ولايتونو په څېر د برېښنا قيمت راټيټ کړي.

هغه وويل،که غوښتنو ته يې مثبت ځواب ورنه کړل شي؛ نو د بلخ برېښنا شرکت دروازه به وتړي او همدا راز به خلک د برق بېلونو له اجرا کېدو ډډه وکړي.

د باميک په خبره، که حکومت بيا هم په دې برخه کې ناغېړي وکړه؛ نو خلک مجبوريږي چې بلخ کې د هغې برېښنا فيويز کښته کړي، چې کابل ته انتقالېږي.

په ورته مهال د بلخ برېښنا شرکت مسوولين د مزارشريف خلکو ته وعده ورکوي، چې دغه ستونزه به ډېر ژر حل شي.

د بلخ برېښنا شرکت رييس حميدالله حميدي پژواک ته وويل، چې د معترضينو غوښتنې به له مرکز سره شريکې کړي.

هغه زياته کړه، چې دوه ورځې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ او د افغانستان برېښنا شرکت په پرنسيپ کې تاييد کړې، چې ټول هېواد کې به د وارداتي برېښنا نرخ يو ډول کېږي.

د بلخ برېښنا د مسوول په خبره، د دغې پروسې تطبيق وخت نيسي او خلک بايد لږ نور انتظار هم وکړي.

نوموړي وويل، چې دوه کاله وړاندې د افغانستان برېښنا شرکت بلخ کې د برق بېلونه د کابل په څېر کټګوري کړل؛ خو د يو شمېر سوداګرو او وکيلانو د مخالفت له امله يې د پلي کېدو مخه ونيول شوه.

بلخ له ازبکستان سره په پوله پروت ولايت دی، چې د اړتيا وړ زياته برخه برېښنا يې هم له ازبکستان څخه واردېږي؛ خو دغه ولايت کې د کورونو لپاره د يو کيلوواټ برق بيه ۶،۲۵ افغانۍ دی، چې دا بيه د هېواد د ډېرو ولايتونو په پرتله دوه يا درې چنده زيات يادېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan