د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د مس عينک لوبډلې هم د شپږيزې پاى لوبې ته لاره پيدا کړه

د مس عينک لوبډلې هم د شپږيزې پاى لوبې ته لاره پيدا کړه

Sep 15, 2020 - 17:57

کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٩) : د شپږيزې کرکټ سياليو په لړ کې د مس عينک لوبډلې بندر امير ته په ماتې ورکولو سره ددې سياليو پاى لوبې ته لاره موندلې ده.

تر دې مخکې د کابل بازانو لوبډلې په لومړي پلى آف لوبه کې بوست ته په ماتې ورکولو سره د شپږيزو روانو سياليو پاى لوبې ته بريالۍ شوې وه.

د دغو سياليو ددويم پلى اف لوبه نن د مس عينک او بند امير ترمنځ ترسره شوه، د مس عينک لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو يې ١٧٨ منډې جوړې کړې او  بند امير ته يې د ١٧٩ منډو هدف ورکړ.

د مس عينک له لوري عثمان غني ٦٤ ، اصغر افغان او ناصر جمال ٢٣، ٢٣ او ميرويس اشرف ٢٢ تيزې منډې جوړې کړې، د بند امير له لوري دولت ځدراڼ او شاپور ځدراڼ دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د بندر امير لوبډلې ياد هدف په نولسم اوور کې ترلاسه او لوبه يې وګټله، دغې بريا سره د بندر لوبډلې هم پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.

د بند امير له لوري ٤٧، شاهدالله ٤٢، حشمت شهيدي ٢٢ او افسر ځاځي ٣٥ منډې جوړې کړې، شاهدالله ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

ټاکل شوې ده چې د مس عينک او کابل بازانو ترمنځ پاى لوبه سبا ترسره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan