ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د زنده جان ولسوال ټپي شوی

د هرات د زنده جان ولسوال ټپي شوی

author avatar
15 Sep 2020 - 12:14
د هرات د زنده جان ولسوال ټپي شوی
author avatar
15 Sep 2020 - 12:14

هرات ښار (پژواک، ۲۵ وږی ۹۹): د هرات سیمه ییزې سرچینې وایي چې د دغه ولایت د زنده جان ولسوال د طالبان په یوه کمین کې ټپي شوی دی.

په هرات کې یوې باوري سیمه ییزې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د زنده جان ولسوال حاجي جمعه ګل نن سهار د دندې پر لور روان و چې د زنده جان ولسوالۍ د ملي امنیت ریاست ته نږدې د طالبانو له کمین سره مخ شو.

د سرچینې په وینا، په دغه برید کې ولسوال برسېرن ټپي شوی دی.

خو د زنده جان ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وایي چې طالبانو نن سهار د دې ولسوالۍ پر بازار برید کړی چې په پایله کې یې د زنده جان ولسوال ټپي شوی دی.

خو د هرات پولیس له دغه بریده ناخبري ښیي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په شپه هم طالبانو د هرات ولایت په زاول ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز موټر بم برید ترسره کړی و چې په نتیجه کې یې ۶ امنیتي سرتیري ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.