ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې پشه يي قوم ته په سياسي رهبرۍ کې ونډه ورکړي”

“حکومت دې پشه يي قوم ته په سياسي رهبرۍ کې ونډه ورکړي”

author avatar
16 Sep 2020 - 17:43
“حکومت دې پشه يي قوم ته په سياسي رهبرۍ کې ونډه ورکړي”
author avatar
16 Sep 2020 - 17:43

جلال اباد (پژواک، ۲۶ وږی ۹۹):  د پشه يي قوم ځوانانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دغه قوم ته دې په سياسي رهبرۍ کې ځای ورکړي او نور دې ورسره له تعصبي چلند لاس واخلي.

د دغه قوم سلګونو ځوانانو دا څرګندونې د وږي په ۲۶مه د لغمان مرکز مهترلام ښار کې جوړې شوې هغې غونډې ته وکړې چې د پشه يي ژبې د ورځې په مناسبت جوړه شوې وه. .

دوی دغه راز په دې غونډه کې غږ وکړ چې د پشه يي قوم له حقونو به دفاع کوي او په سياسي رهبرۍ کې به ورته ځای پيدا کوي.

د غونډې مشر او د افغانستان د پشه يي ځوانانو د ټولنې رييس حنيف الله پشه يي وويل، له دې غونډې يې موخه د پشه يي ژبې د ملي ورځې نمانځل دي چې د ولسمشر له لوري د غبرګولي ۲۵مه نېټه ټاکل شوې ده.

هغه زياته کړه، د غونډې بله موخه د پشه يي قوم له حقونو دفاع او په دغه برخه کې خپل غږ پورته کول دي چې حکومت د دوی حقونو ته پاملرنه وکړي.

دی وايي: ((همدا اوس زموږ د قوم زرګونه ځوانان د پوليسو او اردو په ليکو کې له هېواد څخه دفاع کوي، ځوانانو مو تر دوکتورا زده کړې کړې دي، خو موږ ته په سياسي برخه کې د دندې حق نه دی راکړل شوی، هغه که وزارتونه دي، سفارتونه او يا هم ولايتونه.))

د غونډې يوې ګډونوالې صبرينا لغمانۍ وويل، د پشه يي قوم د ځوانانو ترڅنګ ښځې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې نه هم زده کړو ته لاسرسی لري او نه هم د ژوند له ډېرو نورو حقونو برخمنې دي.

دې زياته کړه: ((موږ ته د زده کړو زمينه تر اوسه نشته، نجونې تر درېيم ټولګي زده کړې وکړي بيا نور اجازه هم نه لري او ښوونځي يې هم نشته، دا شان ښځې د روغتيا برخې کې هم ستونزو سره لاس او ګريوان دي، زموږ زياتره خلک په غرنيو سيمو کې اوسېږي کله چې مېرمن ناروغه کېږي نو هلته روغتيايي اسانتياوې نه وي، لارې هم خرابې وي، نو کله چې ناروغه مېرمن تر روغتونه رسېږي يا يې ماشوم مړ وي او يا هم خپله مېرمن.))

د لغمان والي رحمت الله يارمل چې دې غونډې ته يې خبرې کولې پشه يي قوم ځوانانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی په سيمو کې به د ښوونځيو او کلينيکونو جوړېدو ته ځانګړې پاملرنه کېږي.

هغه وويل، په سياسي رهبرۍ کې د ونډې اخيستو غوښتنه به يې له ولسمشر سره شريکوي او په خپل ولايت کې به د دندو د ازموينو پرمهال د دغه قوم ځوانانو ته د وړتيا له مخې ډېر حق ورکول کېږي.

پشه يي قوم چې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې مېشت دی، وايي چې په تېرو اتلس کلونو کې ورته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې او دغه راز د هېواد د نورو قومونو په پرتله ورته خپل حق هم نه دی رسېدلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.