ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: پکتیا ولايت ته لا هم د زون په توګه امتيازات نه دي ورکړل شوي

خلک: پکتیا ولايت ته لا هم د زون په توګه امتيازات نه دي ورکړل شوي

author avatar
16 Sep 2020 - 16:45
خلک: پکتیا ولايت ته لا هم د زون په توګه امتيازات نه دي ورکړل شوي
author avatar
16 Sep 2020 - 16:45

ګردېز (پژواک، ٢٦ وږی ۹۹): د پکتيا ولايتي شورا او خلک شکايت کوي چې دغه ولايت ته لا هم د زون حيثيت نه دی ورکړل شوی او په ډېری برخو کې هغه امتيازات نه لري چې نورو زونونو او لويو ولايتونو ته ورکړل شوي دي.

دوی په دې چاره کې مرکزي ادارې ګرمې بولي او له دغه ولايت سره يې په ناوړه چلند تورنوي.

مدني فعال احسان الله کمال پژواک ته وويل چې پکتيا د سوېل ختيځ زون مرکز او په طبيعي ډول د دغه زون د ولايتونو په منځ کې پروت دی، چې د شاوخوا ولايتونو اوسېدونکي هم په اساني ورته لاسرسی لري، خو په خبره يې خلک دلته د لازمو اداري اسانتياوو نشتوالي له امله پلازمېنې کابل ته ځي.

کمال وايي: ((پکتيا د دغه زون د ولايتونو په منځ کې قرار لري، خو بدبختانه تر اوسه ورته د زون حيثيت نه دی ورکړل شوی. زموږ جدي غوښتنه دا ده چې ټولې ادارې پکتيا ته د زون حیثيت ورکړي، چې خلک خپل مشکلات دلته حل کړی شي.))

د ښځو د حقونو فعاله ناجيه نګاه وايي چې ارګ او نورو لوړ پوړو چارواکو هم څو ځله پکتيا ته د کار نه کېدو او ور سره پر توپيري چلند اعتراف کړی، خو خواشيني څرګندوي چې په دې اړه کوم عملي اقدام نه دی شوی.

نګاه وویل: ((موږ او تاسې شاهدان يو چې د ملي امنيت سلاکار وويل، چې ګردېز ته تر اوسه د سپين بولدک ولسوالي په شان کار نه دی شوی، دا موږ پکتياوالو او بالخصوص مرکزي ادارو ته د شرم خبره ده چې له غوښتنو او ژمنو سربېره تر اوسه د زون امتيازات نه دي راکړل شوي.))

د ګردېز اوسېدونکی علي ذهين له مسولو ادارې دغه ولايت ته د لازم پام او اړوندو امتيازاتو پر ورکولو ټينګار کوي او وايي چې په دغه ولايت کې آن په ځينو لومړنيو برخو کې هم زياتې ستونزې شته.

ذهين زياته کړه: ((هغه امتيازات، تشکيلات، اسانتياوې او ادارې چې د زون په کچه وي او بايد ويې لري، تر اوسه پکتيا ته نه دي ورکړل شوي، دا د پکتيا د هر اوسېدونکي غوښتنه ده، نه يوازې د پکتياوالو بلکې د شاوخوا ولايتونه هم دا غواړي چې دې زون ته امکانات ورکړل شي.))

ولايتي شورا هم پکتيا ته د لازم پام پر نه کېدو سخته نيوکه کوي او وايي چې له دغه ولايت سره په ډېری برخو کې کمپايني چلند کيږي.

د دې شورا غړی محمدرحمن قادري وايي: ((رييس جمهور وعده وکړه چې پکتيا ته به د زون ټول هغه امکانات او امتيازات ورکړي، چې نور زونونه ترې برخمن دي، خو متاسفانه تر اوسه دا کار نه دی شوی. همدارنګه په امنيتي، تعليمي، روغتيايي بخشونو او اقتصادي مسايلو کې هم محروم پاتې يو.))

د پکتيا ولايتي اداره هم دا مسله مني او وايي چې په دې اړه يې له ځینو ادارو سره خبرې کړې او هيله مند دي چې په دې اړه به اقدامات وشي.

د پکتيا والي محمدحليم فدايي پژواک ته وويل: ((متاسفانه پکتيا ته تر اوسه ډېره کمه توجه شوې او دلته ډېرې ستونزې شته، دغه ولايت ته د زون حيثيت او امکانات ورکول اساسي اړتيا ده او په دې اړه مو له ځينو ادارو او مسولينو سره خبرې کړې دي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.