ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل بازانو لوبډلې د شپږيزې سياليو اتلولي خپله کړه

د کابل بازانو لوبډلې د شپږيزې سياليو اتلولي خپله کړه

author avatar
16 Sep 2020 - 17:35
د کابل بازانو لوبډلې د شپږيزې سياليو اتلولي خپله کړه
author avatar
16 Sep 2020 - 17:35

کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٩) : د کابل بازانو لوبډلې د کرکټ د شپږيزې اووم پړاو سياليو په پاى لوبه کې مس عينک ته په ماتې ورکولو سره ، اتلولي خپله کړه.

دا سيالۍ چې دوه اوونۍ مخکې د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې وې، په کې د کابل بازانو، بند امير، مس عينک، بوست، سپين غر او امو لوبډلو برخه اخيستې وه.

ددې سياليو پاى لوبې ته د کابل بازانو او مس عينک لوبډلو لاره موندلې وه، د پاى لوبې پچه د مس عينک لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د کابل بازانو لوبغاړي چې ډېرى يې ځوانان دي، په دې مهمه لوبه کې تر فشار لاندې راغلل او ژر ژر يې خپلې ويکټې له لاسه ورکړې.

دغې لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٣٩ منډې جوړې کړې او مس عينک ته يې د ١٤٠ منډو هدف ورکړ، د کابل له لوري يونس احمدزي ٣٦، سميع الله شينواري ٣٢ او ننګيالى خروټي ٢٢ منډې جوړې کړې.

د مس عينک لوبډلې له لوري دولت ځدراڼ ٣، شاه پور ځدراڼ او نور محمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د مس عينک لوبـډلې کله چې د ياد اسان هدف ترلاسه کولو لپاره لوبه پيل کړه، نو ددوى لوبغاړي هم تر فشار لاندې راغلل او ژر ژر وسوځېدل  او ويې نه شواى کړاى چې ياد هدف ترلاسه کړي، د مس عينک ټوله لوبډله په شلم اوور کې په ١٣٠ منډو وسوځېده او کابل بازانو دا لوبه د ٩ منډو په توپير سره وګټله.

د کابل له لوري نجات مسعود او ننګيالي خروټي دوه دوه، حسيب الله، عظمت الله عمرزي او ضياء الرحمن يو يو لوبغاړى وسوځول.

د کابل لوبغاړى ننګيالى خروټى د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د شپږيزې دغو سياليو کې د بند امير لوبغاړي عثمان غني تر ټولو زياتې ٣٥٥ منډې، د مس عينک لوبغاړي حشمت الله شهيدي ٣٣٩ او د مس عينک بل لوبغاړي محمد شهزاد ٢٩١ منډې جوړې کړې.

په توپ اچولو کې بيا د بند امير لوبغاړي وقار سلام خېل تر ټولو زيات ١٣ لوبغاړي وسوځول، دغه راز د کابل لوبغاړي ننګيالي خروټي هم ١٣ لوبغاړي او د مس عينک دولت ځدراڼ او شاه پور ځدراڼ ١٢ ، ١٢ لوبغاړي وسوځول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.