جلال اباد (پژواک، ۲۶ وږی ۹۹): د لغمان اليشینګ ولسوالۍ کې د يو موټر چپه کېدو په پېښه کې یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولت زي د وږي په ۲۶مه پژواک اژانس ته وول، نن سهار د الیشینګ ولسوالۍ ګونه پال درې د ولسي خلکو یو موټر له سړکه وتلی او کندې ته لوېدلی دی.
دی وايي چې د پېښې پر مهال يو کس خپل ژوند بایللی او لس نور ټپیان شوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، ټپيان د يادې ولسوالۍ او مرکز مهترلام روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن