ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​له اسرايلو سره د اماراتو او بحرين د اړيکو تاريخي تړون لاسليک شو

​له اسرايلو سره د اماراتو او بحرين د اړيکو تاريخي تړون لاسليک شو

author avatar
16 Sep 2020 - 12:12
​له اسرايلو سره د اماراتو او بحرين د اړيکو تاريخي تړون لاسليک شو
author avatar
16 Sep 2020 - 12:12

کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٩): له اسرايلو سره  د عربي هېوادونو، بحرين او متحده عربي اماراتو د اړيکو او دوستۍ تاريخي تړون په سپينې ماڼۍ کې لاسليک شو.

د راپورونو له مخې، په دغو مراسمو کې چې پرون شپه ترسره شول، د امريکا ولسمشر  ډونالډ ټرمپ او يو شمېر نورو امريکايي چارواکو هم شتون درلود.

پر دغه تړون د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير، د بحرين امير او د اسرائيلو لومړي وزير لاسليک وکړ.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یاد تړون د هرکلي ترڅنګ دغه اقدام د يوه نوي (منځني ختيځ) پيلامه بللې ده.

د يادونې ده، په ١٩٤٨ زېږديز کال کې د اسرايل هېواد له رامنځته کېدو وروسته عربي هېوادونو اسرايل پر رسميت ونه پېژاند خو په دې وروستيو کې د اماراتو او بحرين په ګډون څلورو عربي هېوادونو له اسرايلو سره اړيکې جوړې کړې.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هيله څرګنده کړه چې نور هېوادونه هم له اسرايلو سره اړيکې جوړې کړي، خو د فلسطين حکومت له هېوادونو غوښتي چې له دغه کاره ډډه وکړي.

بلخوا د فلسطين ولسمشر محمود عباس د دغه تړون د غندنې ترڅنګ ويلي، هرکله چې اسرايل د فلسطينيانو غصب کړې سيمې خوشي کړي، بيا ورسره په سيمه کې امنيت راتللى شي.

دغه راز ايران او ترکيې هم دغه تړون غندلى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.