د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ او کونړ ديني عالمانو د قطر د بين الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړ

د بلخ او کونړ ديني عالمانو د قطر د بين الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړ

Sep 16, 2020 - 16:48

اسعد اباد- مزارشريف (پژواک، ۲۶ وږی ۹۹): د بلخ او کونړ ولايتونو سلونو ديني عالمانو په جلا جلا غونډو کې په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو د ملاتړ ترڅنګ له دواړو لوريو د اوربند غوښتنه وکړه.

د بلخ ولايت يو شمېر ديني عالمان غوښتنه کوي چې د بين الافغاني مذاکراتو دواړه لوري دې له پوره زغم څخه کار واخلي.

د بلخ ديني عالمانو دغه څرګندونې د وږي په ۲۶مه، مزارشريف کې د سولې په تړاو جوړې شوې هغې غونډه کې وکړې چې د ښځو د حقونو يو شمېر فعالانو او مدني بنسټونو استازو هم پکې ګډون درلود.

ديني عالم مولوي امرالدين ايزديار پژواک ته وويل، هم افغان حکومت او هم طالبان دې پايلې ته رسېدلي دي چې جګړه د ستونزو د حل لاره نه ده.

هغه خوښي څرګنده کړه چې بالاخره د افغانستان د جګړې ټول اړخونه پر دې سلا شول چې روان ناورين به د خبرو له لارې هواروي.

د بلخ د حج او اوقافو رييس مولوي محمود دانشجو غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې د سولې خبرو ته د خوشبينۍ ترڅنګ يو شمېر اندېښنې هم شته چې بايد په جدي ډول پام ورته وشي.

هغه غوښتنه وکړه چې د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوي بايد د سولې په خبرو کې خپلې ټولې شخصي غوښتنې او عقدې شاته پرېږدي او په پوره زغم او حوصلې سره مذاکرات مخ ته بوځي.

د نوموړي په خبره، د افغانستان ټول خلک د داسې يوه نظام درلودل غواړي چې اساس يې پر اسلامي اساساتو بنا شوی وي.

د بلخ د حج او اوقافو رييس زياته کړه چې د خبرو دواړه اړخونه دې پر يوه داسې نظام توافق وکړي چې په اوسنۍ اسلامي نړۍ کې تجربه شوی او موثر تمام شوی وي.

په ورته مهال د دې ناستې يو شمېر مدني فعالان بيا د سولې په خبرو کې د ځينو ارزښتونو د ساتلو خبره کوي.

د بلخ پوهنتون استاد جمشېد فردي پژواک ته وويل چې افغانان داسې يوه سوله غواړي چې د خلکو حقوق پکې خوندي وي.

هغه وويل: ((موږ د داسې يوې سولې غوښتونکې يو چې د تېرو دوه لسيزو لاسته راوړنې او د اساسي قانون دويم فصل پکې خوندي وي.))

نوموړی وايي چې طالبان بايد د افغان ټولنې شته واقعيتونه ومني او پر زوره دې د خلکو پر ارادې د يو لړ مسايلو د تحميلولو هڅه نه کوي.

د ښځو د حقونو يوه فعاله مېرمن مبينه ساعي وايي چې افغان ښځې هيله لري؛ څو د سولې په مذاکراتو په بهير کې يې پر برخليک معامله ونشي.

هغې زياته کړه چې د افغانستان په تېرو څلور لسيزو جګړو کې مېرمنو زيات زيان ليدلی او دغې موضوع ته بايد د سولې خبرو کې پام وشي.

نوموړې زياتوي چې افغان مېرمنې نه غواړي؛ څو يو ځل بيا د شل کلونو پخواني افغانستان ته ستنې شي.

د يو بل خبر له مخې، په کونړ ولايت کې هم سلګونو ديني علماوو په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو ننګه او ملاتړ وکړ.

د مولوي نجیب الله حقيار په نامه ديني عالم وويل، افغان دولت او وسله وال طالبان دې له دغه فرصته ګټه واخلي او د سولې په موخه د مخامخ خبرو پیل ګټورې نتیجې ته ورسوي.

هغه زياته کړه، د افغانستان حکومت د خلکو د رایو او ارادې پر اساس رامنځته شوی، هغه پرمختګونه او لاسته راوړنې چې د حکومت پر اساس رامنځته شوي، د سولې په خبرو کې باید حفظ شي.

بل ديني عالم مولوي عبدالعزیز بيا له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو  وغوښتل چې د بین لافغاني مذاکراتو کلک ملاتړ وکړي، څو په افغانستان کې سوله رامنځته شي او افغانان د ارامۍ ساه واخلي.

نوموړي زیاته کړه، نړیواله ټولنه دې د هغو هېوادونو لاسونه لنډ کړي چې په بین الافغاني خبرو کې خپلې ګټې لټوي او نه غواړي چې په دغه هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي.

د ولایتي شورا رييس ولایت خان له دواړو غاړو په کله غوښتنه وکړه چې لومړی اوربند وکړي، څو د افغانانو وينه تويېدنه ودرېږي.

نوموړي له دیني عالمانو هم غوښتنه وکړه چې په جوماتونو کې د دې موضوع په تړاو خطبې ووايي چې الله ج د دواړو غاړو مخامخ خبرې بریالۍ کړي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید وويل، افغانان له کلونو وروسته د جګړې پای ته رسولو په موخه د قطر په پلازمېنه دوحه کې راټول شوي، اوس د دې وخت دی چې علماء کرام او طالبان د سولې غږ بدرګه کړي.

هغه پر دیني عالمانو غږ وکړ چې د سولې د مخامخ خبرو د ملاتړ او په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدو په اړه خپل دیني مسوولیت ادا کړي او ولس ته دې په خطبو کې دې د سولې لپاره د دولت د ژمنتیا پیغام ورسوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan