ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې شاوخوا ۹۰زره ماشومان د کوزڼ له واکسینه بې برخې دي

غور کې شاوخوا ۹۰زره ماشومان د کوزڼ له واکسینه بې برخې دي

author avatar
16 Sep 2020 - 16:16
غور کې شاوخوا ۹۰زره ماشومان د کوزڼ له واکسینه بې برخې دي
author avatar
16 Sep 2020 - 16:16

فېروزکوه (پژواک، ۲۶ وږی ۹۹): د غور روغتیایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ په فرعي کمپاین کې له پنځو کلونو د ټیټ عمر ۱۱۰زره ماشومان واکسین کېږي؛ خو ۸۹زره نور ماشومان د ناامنۍ او د مور پلار د مخالفت له امله له واکسینه بې برخې کېږي.

د غور د عامې روغتیا رییس جمعه ګل یعقوبي نن (د وږي ۲۶مه) د ماشومانو د ګوزڼ فرعي کمپاین د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دغه واکسین کور په کور تطبقېږې خو په کلینیکونو کې هم د دغه واکسینو د تطبیق زمینه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه: «له نېکه مرغه تر اوسه په غور کې د پولیو هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو هغه هم د دې له امله چې په باغېس او غور ولایتونو کې مثبتې پېښې شته، موږ هم تر جدي ګواښ لاندې یو او موږ نن د پولیو کمپاین په غور کې پیل کړ په هغه کې ١٩٢٠٠٠ ماشومان واکسین کېږي چې له بده مرغه ۷۹ زره هغه یې په داسې محلونو کې موقعیت لري چې زموږ ټېمونه نه شي ورتلای او دغه ماشومان له واکسینو پاتې کېږي.»

هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې له ټولو ۷۹زره ماشومانو ډېری هغه یې په دوو ناامنو ولسواليو کې دي،  خو په يو شمېر ځايونو کې لا هم داسې کورنۍ شته چې د خپلو ماشومان د واکسين کولو مخه نيسي.

د یادونې ده، د مرغاب او چهارسدې ولسوالۍ د طالبانو د شتون له امله د دغه ولایت تر ټولو نا امنې ولسوالۍ دي.

د غور د یونیسف دفتر مسوول خلیق چې په دغو مراسمو کې یې خبرې کولې، ماشومان یې د ټولنې زیان منونکې برخه وبلله او په ټولو اوسېدونکو او وسله والو ډلو یې غږ وکړ چې د ماشومانود واکسینو تطبیق بند نه کړي.

هغه په غور کې د پولیو واکسین د تطبیق په تړاو نیوکه وکړه او ویې ویل: «تېر کال موږ د سفاک کلي ته د پولیو د پروګرام څارلو لپاره ورغلي وو، له څو کلیو مو لیدنه وکړه، موږ په کلیو کې د پولیو هیڅ ټیم نه دی لیدلی، په پای کې موږ دوه کسان د غره په لمن کې ولیدل چې د پولیو بکسونه یې درلودل هغوی ویل خلک اجازه نه ورکوي، دوی ته ورغلو خو له بده مرغه اصلي ستونزه ټیمونو درلوده زما خبره دا ده چې د ټېمونو چلند باید سم شي.»

له بلې خوا د غور ولایت د حج او اوقافو ریاست چارواکو هم د دغه کمپاین په پرانیسته کې ژمنه وکړه چې د منبرونو او جوماتونو له لارې د پولیو د ګټو په تړاو خلکو ته معلومات ورکوي.

د افغانستان د عامې روغتیا د معلوماتو پر اساس، په روان ميلادي کال کې په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ۴۶ پېښې ثبت شوې دي په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹م کال کې دغه شمېر ۲۹ پېښو ته رسېده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.