ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: د جینوا کنفرانس کې به د افغانستان د سولې او پراختیا ملاتړ وشي

ملګري ملتونه: د جینوا کنفرانس کې به د افغانستان د سولې او پراختیا ملاتړ وشي

author avatar
16 Sep 2020 - 10:28
ملګري ملتونه: د جینوا کنفرانس کې به د افغانستان د سولې او پراختیا ملاتړ وشي
author avatar
16 Sep 2020 - 10:28

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۹۹): ملګري ملتونه تمه لري چې د افغانستان لپاره د جینوا جوړېدونکي کنفرانس کې د سولې، ټيکاو او ځان بسیاینې پر لور مهم ګامونه اوچت شي.

د افغانستان د مالیې وزارت، یوناما او فنلنډ په ګډه اعلامیه کې راغلي چې دغه کنفرانس به د نوامبر په ۲۳مه او ۲۴مه په جینوا کې ترسره شي او له ۷۰ څخه ډېر هېوادونه، نړیوال سازمانونه، د افغان حکومت چارواکي او د مدني ټولنې استازي به په کې برخه واخلي.

سرچینه لیکي چې د وزیرانو په کچه د ژمنو دغه کنفرانس چې په څلورو کلونو کې یو ځل جوړېږي، په ګډه د افغانستان د دولت، د فنلنډ د حکومت او د ملګرو ملتونو له خوا تنظمیږي.

په اعلامیه کې راغلي چي د دغه کنفرانس موخه د افغانستان د پرمختګ او ټیکاو په اړه د نړیوالې ټولنې او افغانانو د ژمنو تازه کول دي چې له ۲۰۲۱ تر۲۰۲۴ کاله پورې پر ګډو پرمختیایي موخو موافقه وشي او له افغانستان سره د مالي ملاتړ لپاره د پرمختیایي همکاریو همغږي رامنځته شي او ګډونوال یې د افغانستان د سولې خبرو پیلېدو د پرمختګ لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

سرچینه زیاتوي: «د افغانستان لپاره پیاوړې ملګرتیا او دوامدار نړیوال ملاتړ ډېر مهم دی؛ ځکه چې له څلورو لسیزو جګړو او کړاوونو وروسته افغانانو د سولې د رامنځته کېدو او ټینګېدو ننګونکې دندې ته اوږه ورکړې.»

سرچینه ليکي چې د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال ویلي: «افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی. د سولې په برخه کې موږ له هیله مندۍ څخه د شونتیا او اعتبار خوا ته تللي یو چې تر ډېره بریده د افغانستان د خلکو د قربانیو او د افغان دولت د باور جوړونې د بېساري ګامونو د پورته کولو له امله رامنځته شوي. کله چې موږ راتلونکي ته ګورو، باید، یو پرمختللي، سوکاله، ولسواک، ازاد او باثبات افغانستان ته د رسېدو لپاره چې له ځان، ګاونډیو او نړۍ سره په سوله کې وي په خپل لیدلوري او هیلو کې متحد پاتې شو.»

هغه زیاته کړې: «جمهوریت د افغانستان د تنوع رښتینی انځور وړاندې کوي او باید پیاوړی شي او فساد چې د افغانستان ارزښتناکې سرچینې وچوي او د ځان بسیاینې پر لور یې خنډونه رامنځته کوي، له هر ډول سره یې باید مبارزه وشي.»

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د یباه الینز ویلي: «دا د افغانستان لپاره یوه مهمه شېبه ده؛ ځکه چې د لسیزو اوږدې شخړې د پای ته رسولو لپاره یې د سولې خبرې پیل کړي. زه هیله لرم چې نړیواله ټولنه به په جینوا کې له دې فرصت څخه په ګټه اخیستو د سولې له پروسې سره په موازي توګه د افغانستان له پراختیا سره هم خپل ملاتړ یو ځل بیا په ډاګه کړي.»

هغه ویلي، ملګري ملتونه ژمن دي چې د افغانستان له حکومت، فنلنډ او مرستندوی ټولنې سره کار وکړي چې د ټولو افغانانو په ګټه تر ټولو غوره ممکنه پایله ترلاسه کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویسټو هم ویلي: «له لسیزو وروسته په لومړي ځل د سولې لپاره یو رښتینی چانس رامنځته شوی، فنلنډ له نورو پرمختیایي ملګرو سره د سوکالۍ، دوامداره پرمختګ او تلپاتې سولې پر لور د افغانستان او افغانانو کلک ملاتړ کوي، د سولې بهیر په هر پړاو کې د ښځو معنا لرونکې ونډه او هر اړخیز ګډون د سولې او پرمختیا لپاره مهم دي.»

هغه ویلي، له ۲۰۰۱ کال راهیسې پرمختګ په افغانستان کې سیاسي، اجتماعي او اقتصادي لید ته وده ورکړې، خو افغانستان پریکنده هڅو ته اړتیا لري چې د بدلون د لسیزې (۲۰۱۵-۲۰۲۴ ) تر وروستي کاله په ځان د بسياینې، باثباته او سوله ییزې ټولنې وړتیا ترلاسه کړي.

د فنلنډ د پرمختیایي همکاریو او بهرنۍ سوداګرۍ چارو وزیر ویلي سکناري ویلي، فنلنډ سترګې په لار دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او له ملګرو ملتونو سره یو ځای د ژمنو د دغه کنفرانس کوربه توب وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.