ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کریم خلیلي: د سولې هڅې باید څلوېښت کلن بحران پای ته ورسوي

کریم خلیلي: د سولې هڅې باید څلوېښت کلن بحران پای ته ورسوي

author avatar
16 Sep 2020 - 17:55
کریم خلیلي: د سولې هڅې باید څلوېښت کلن بحران پای ته ورسوي
author avatar
16 Sep 2020 - 17:55

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۹۹): د سولې د عالي شورا پخوانی رییس وايي چې بین الافغاني مذاکرات د افغانستان د ۴۰ کلنې مبارزې پایله ده او هیڅکله به اجازه ورنه کړي چې دغه هڅې ضایع شي.

کریم خلیلي چې نن (چهارشنبه د وږي په ۲۶ مه‎) یې په کابل کې د "سولې شهید" برهان الدین رباني د علمي اثارو د مخکتنې په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل، "د سولې د خبرو پیل د څلوېښتو کلونو پایله ده او موږ له هېچا هغه خیرات نه ده ترلاسه کړې."

خلیلي زیاته کړه چې څلوېښت کاله کېږي چې د افغانانو وینې په ناحقه تویې شوې دي او دا سوله باید دغه ۴۰ کلن بحران پای ته ورسوي.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا پخواني رییس ټینګار وکړ چې دوی یوازې د داسې سولې ملاتړ کوي چې باعزته، تلپاتې او عادلانه وي.

 کریم خلیلي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني خبرو ته اشاره وکړه او ويې ویل چې په دوحه کې د افغان سولې خبرو پیل د "جهادي مشرانو او مقاومت شهیدانو" د هڅو پایله وه او هیڅکله به ضایع نه شي.

هغه وایي: "اوسنی وضعیت د دغه هېواد او هغه هېواد لخوا ډالۍ نه ده چې موږ ته چا خیرات راکړی وي، بلکې د تعصب، تبعیض، بې عدالتۍ او نورو منفي پدیدو پروړاندې د ۴۰ کلونو مبارزې پایله ده"

هغه زیاته کړه: "مخالفین چې نن تر یوه چتر لاندې او د یوه میز شاه ته ناست دي، د دغه هېواد د زرګونو شهیدانو لکه د استاد شهید چې د سولې شهید بلل کیږي ناحقه وینې توېدنې پایله ده."

محمد کریم خلیلي د بین الافغاني خبرو هرکلی وکړ چې په قطر کې پنځه ورځې مخکې پیل شوې دي.

د افغانستان د حکومت پلاوي او طالبانو تر دې دمه دوه عمومي غونډې جوړې کړې دي.

 ټاکل شوې وه د طالبانو او متحده ایالاتو د تړون له لاسلیک کېدو لس ورځې وروسته د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي، خو د ‎پنځه زره طالب او زر حکومتي بندیانو له خوشې کېدو سره مخالفتونو شاوخوا میاشتې دوام وکړ او په پای کې د دواړو خواوو (افغان حکومت او طالبانو) او هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د لسګونو استازو په ګډون د دې بندیانو له خوشې کېدو وروسته په قطر کې بین الافغانی خبرې د ۱۳۹۹ کال د وږي میاشتې په ۲۲مه په قطر کې پیل شوې.

د راپورونو له مخې، په قطر کې د بین الافغاني خبرو اترو د پرانیستې له رسمي مراسمو وروسته، د دواړو خواوو د غړو تر منځ په لومړنۍ ناسته کې یوه ګډه کمېټه جوړه شوه، ترڅو د سولې خبرو د څرنګوالي، د خبرو اصولو، د خبرو اترو د اسانتیا او د ګډ سکرتریت د رامنځته کولو په اړه بحث وکړي.

د راپورونو له مخې، دواړو لورو د خبرو پر مهال د چلند پر ځینو اصولو موافقه وکړه؛ خو د خبرو لپاره اجنډا راتلونکې غونډې ته ځنډول شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.