کندوز ښار (پژواک، ٢٦ وږى ٩٩): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې اته امنيتي سرتېري وژل شوي او يو بل ټپى شوى دى.
په یاد ولایت کې يوې امنيتي سرچينې د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ په بازار کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد وکړ.
دى وايي چې په بريد کې پنځه د ملي امنيت او درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او د ملي امنيت يو بل سرتېرى ټپي شوى دى.
خو د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي پژواک ته وويل چې د دشت ارچي د تېرې شپې په جګړه کې شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي چې ټول پوليس دي.
مرادي زياتوي چې په دې جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي اختر محمد هم پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د بازار پر پوستې بريد کړى دى.
ده وويل چې په دغه بريد کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېر په اړه يې معلومات نه لري.
هغه زياته کړه: ((دلته هره شپه جګړې وې، تېره شپه هم پر ځينو کورونو د هاوان مرمۍ لګېدلې دي چې ځاني تلفات نه لري، خو خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.))
بل لور ته وسله والو طالبانو د دشت ارچي د تېرې شپې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن