باميان (پژواک، ٢٧ وږی ٩٩): د باميان سيمه ييز چارواکي وايي، د دې ولايت د مرکز اړوند بورغسوي په کلي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې په پایله کې يو ملکي کس وژل شوی او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
د باميان د امنيه قوماندان مل پاسوال محمد صادق مرادي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن د وږي په ۲۷مه تر غرمې مخکې لس بجې هغه مهال رامنځته شوه چې د هاوان يوه مرمۍ له پخوا په کرنيزو ځمکو کې پاتې وه.
هغه زياتوي، د دې چاودنې له امله څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
خو د باميان روغتون د داخلې څانګې مسوول ډاکټر فهیم اکبري وايي، تر اوسه د يادې چاودنې له امله ۱۶ ټپي کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.
دی زياتوي، د ۱۶ ټپيانو له ډلې يو تن چې سخت ټپي شوي و، ساه ورکړه، خو پاتې ۱۵ نور ټپيان تر درملنې لاندې دي.
د بورغسوي فولادي سيمه د باميان د مرکز اړوند د بابا غره په سوېلي لمنه کې په ۵۰ کيلومترۍ کې پرته ده چې ډېری اوسېدونکي يې کروندګر دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن