ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو  ٢٤ ساعتونو کې ١٧ کسان پر کرونا اخته شوي دي

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٧ کسان پر کرونا اخته شوي دي

author avatar
17 Sep 2020 - 12:06
تېرو  ٢٤ ساعتونو کې ١٧ کسان پر کرونا اخته شوي دي
author avatar
17 Sep 2020 - 12:06

کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٧ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۸٧٢ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د وږي په ٢٧ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٦٥ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٧ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۸٧٢ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې اووه په بلخ، پنځه په کابل، درې په دايکندي او يو-يو په لغمان او نورستان ولايتونو کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دوه کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٢٥٠٥ ته ورسېد.

د سرچينې د معلوماتو له مخې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هېڅوک له کرونا ناروغۍ څخه نه دي مړه شوي.

په افغانستان کې د کرونا ويروس له پيل راهيسې تر اوسه ١٤٣٦ کسان له دغې ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړه چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه  د دغه وزارت لارښونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.